غنی خان او د هغه ادبی آثار
الله پاك انسانانوته د شعور تر څنګ عقل او منطق هم ور اعطا كړى دى او وايي چې شاعران بيا تر يو حده منطقي او فلسفي هم وي ،دهر ملت اشعار دهغه ملت د عقلاني ژوندون هنداره ده چې اخلاق ، دودونه ، ديانت، عقلانيت ،او ذهني انځور پكښي رانغاړي نو پښتو شعر هم لكه دپښتنو ژبه د پښتنود حقيقي Realistic تصوير نماينده ګي كوي او ددوي دټولنې طبيعي مظهر دي .
اوداچې شاعران منطقي وي دعبدالغني خان په هكله تش هومره كافي نده ، ددې ښاغلي ټول ژوند،مجلس خبرې ، آنداو كړه وړه فيلسوفانه وې ،ځكه دا فلسفې د خپل حكمت او فكري باريكيو ، نزاكتونو، ژورتيا كږليچو، مسئلو او لاينحلو ټكو لپاره دده شاعري ، ادب او هنر ،خوږه ژبه، د غناډك رنګين تخيل ، د مانا ډكې اشاري ، نوي نوي تشبيهـــــــــات او استعارې اوډول ډول تر كيبونه كاروي ، نو هيڅوك ددې نه انكار نشي كولاى چي ښاغلى غني خان به خورا ستر شاعر، اديب ،او فيلسوف نه وي. مجموعاََََ خو شاعران د ملتونو د خيالونو ،طرزتفكر او اخلاقو ښه ژ باړونكي او نماينده ګان ګڼل كيږي ،نو پښتانه شاعران هم په ټولنه كي ورګډ وګړي دي ،په هغه احساس چي نور خلك متحس كيږي دو هم كټ مټ اغيز مند وي او ددغو ورګډو او د ټولنې له استازو څخه يو هم پياوړي ، وګړنى او د خلګو شاعر غني خان دى . هغه شاعر چي مينه او نفرت يې د شعر ديوې هنداري دوې خواوي يا د يوې سكې دوه مخونه دي
غني خان دډير لږ سن څخه شاعري پيل كړې ده چي د نظر خاوندانو دده شعرونه د انداز له پلوه په دو برخو ويشلي دي :
۱- هغه شعرونه چې شاعر په هلك والي او ځوانۍ كي ويلي او تصنيف كړي دي .
۲- هغه اشعار چي نوموړي د لويديزنه د راستنيدو ورسته هغه هم د كورني حاكم دښمن په موجوديت كي جوړ كړي دي
دا شاعر د وخت شاعر و،د شاريطو شاعر و، د آزاد خيال شاعر و ځكه نو دده نه سري شونډې، هسكه غاړه او نري ملا پاته شول او دخوشحال بابا او شير شاه مړاني په دركولو سره ميدان ته داسي راستون شو چې د خپل عصر نور شاعران يي تر شا كړل او ډيره مبالغه به نوي كه ووايو چي هيواد او هيواد پالنه يې د شعرونو او ادبي مسئلو مركز وګرځاوه.
د پښتو ادب په او سنۍ دوره كې په سلهاوو شاعرانو او اديبانو پښتو ژبې ته په نظم او نثر كي ډير څه ليكلي او پر ځاي پرې ايښي دي چې د ارزښت او څرنګوالي له پلوه پر بېلابېلو كټكوريو ويشل شوي دي .
د ښاغلي غني خان ليكني د لومړي قطارهغه ليكنې دي چې د پښتو شاعرۍ په اوسنۍ دوره كې ساري نلري چې نوموړى په خپله ژبه كې د ناويل شويو مضامينو مبتكر هم دى چي په لنډيز سره به يي وګورو:
دهغو ۱۷ آثارو په شاوخوا كي چې په افغانستان كې چاپ شوي دي ۶ اثره خپله دغني خان ليكنې دي چې په تكراراويودبل سره ضميمه شوي هم دي هغه دادي:
۱-دپنجرې چغار،۲-پلوشې،۳-پانوس۴دغني كليات،۵-دغني لټون،۶پټان دموضوع د ښه روښانولو لپاره به پردغو اثار لنډ نظر واچول شي .
۱= د پنجرې چغار :
د ګران شاعر د شعرونه لومړنۍ شعري ټولګه ده چي د (هيري پور) په جيل كې يې پيل اوپه ۱۹۵۳ كې يې هم دلته تمامه كړې ده او دا نو دهغو ټولو شعرونو مجموعه ده چي په زندان كي ويل شوې ده چې دده په وينا څه يې لا پاته شوي هم دي، دا شعري مجموعه په كال ۱۹۵۶ كي د مرحوم ماسټر عبدالكريم په احتمام او د غني خان په څوټوټو نثري ليكنو او پيلامه سره په پيښور كي چاپ شوې ده .
ددي شعري ټولګې اكثر شعرونه دعصيان ، سر غړاوي اوبغاوت شعرونه دي اوپوره ځير او تاٌمل څخه كار پكښي اخيستل شوى دى ځكه نودغه اشعاروته د شاعر د شعري تكوين اوبشپړيتا شعرونه هم ويلاى شو ،كه لنډ ووايو ددې كتاب شعرونه دوه ډوله ځانګيړنې لري:
لمړي ډله- هغه شعرونه دي چې دشاعر خپل نظريات ، اړيكې، دشهيدو ملګرو ياد او دده چاپيريال منعكسوي .
دوهمه ډله – هغه سمبوليك شعرونه دي چې شاعر خپل آندو خيال د حشراتو، مرغانو ،كارغانو ، او نورو حيواناتو په خوله بيانوي : په مقدمه كي وايي :
وګوره انسان ته چي پاچا دزناورو دى دى كه ډير زور وكي وتى نشي له خپل ځانه دى دخپله ځانه د جهانه وركيدى نشي كــــــــله د كعبې نه تاو شي كــــــــــــله د جانانه
۲= پلوشې:
د ښاغلي غني خان دوهمه شعري ټولګه د پلوشې په نامه ياديږي چي په كال ۱۳۳۹ كيپه كابل كي چاپ شوې ده . دامجموعه د مرحوم استاد الفت په يادښت پيل او د غني خان په خبرو ختمه شوې ده .
پلوشې اصطلاحي شكسته نفسي ده كه نه بايد شلغلې نومول شوي واى . په دې پلوشوكې ۲۵۰ كوچني شعرونه اونظمونه دي چې شاعر دخپل چاپيريال نه ددرك په عكس العمل كي ويلي دي چې ځواني ، مسافرتونه، هيواد پالنه ، فلسفي افكار ، ملنډې ، ټوكې ، او خاطرې رانغاړلې . دتخيل اندازه يي بشپړه ، صراحت او قوي منطق يې ډېر پياوړي برېښي .
غني خان په خپلو شعرونو كي دهيواد مينه اوريدونكي او لوستونكي ته په لمس وړ عين احساس القا كړې ده لكه چي واي :
اې زمــــــــاوطنه دلالونو خزانې زمـــــــا ستاهره دره كې دي د تورو نښانې زمـــــا زه يم ستا دخاورې ته زما دميـنې جوړ يې ته مي د غيرت او د پښتورنګيني جوړيې
. ته مي دنيكه او دبابا دويني جوړ يې
ستا زړه كي ويدې دي ټولې تللې زمانې زما اي زما وطنه د لالونو خزانې زمــــــــــــا
يا :
سرڅه د سپي سر وي چي فدا نه وي په كام = نر څه ښځونىوي چې شهيدنوي په قام نوم ناموس يې څه دي چې يې نوم وي دغلام = دانوم به بدل كړم يا به كړم بدل جهــان
۳ – پانوس :
دعبدالغني خان د شعرونو درېمه ټولګه يې ګڼلاي شو دا مجموعه په كال ۱۹۷۹ كي چاپ شوې ده، په نوموړي ټولګه كې دنوو او تازه نظمونو سره د پنجرې او پلوشې نظمونه هم راټول شوي دي ځكه نو د شاعر د دوو نورو كتابونو په پر تله ډيره رايجه نشوه .
دپانوس په سريزه كي ښاغلي قلندر مومند وايې چې :
(( غني خان پخپله د آرټ ديوې مدرسې حيثيت لري )) .
غني خان د ښكلو هنرونو سره هم آشنا وو آن تر دې چې دده نقاشي او مجسمه جوړونه رابندرناتهـ ټاګور هم خوښه كړې ده
ددې شاعردشعرونوپه دغه ټولګه كي د ډير لوړخيال شعرونه هم شته چې شهكاريې ګڼلاي شو :
باغ كي څوك ګلاب شي څوك سروه څوك ورخاړي څوك دمينځ غنچه شي څوك كبل دغاړي غاړي
تاج د چا دزړو شي دچا تاج شي دغــــــــــــــمونو ويــــــش دبل په لاس وې كه خاندې اوكه ژاړې
۴= دغني كليات:
داكتاب تقريباٌ د تيرو دريو پورته ذكر شوو كتابونو مجموعه ده چي سره راټول او د غني د كلياتو نوم وركړ شوى دى او په كال ۱۳۶۴ په كابل كې د قومونو او قبايلو دچارو دوزارت لخوا چاپ سوى دى چې ښاغلي زلمي هيواد مل يوه تفصيلي مقاله ورباندي ليكلې ده،
دغني خان كليات د نوموړې د ژوند د رباب د مستو سازونو او دزړه او زهن د لوړو اوازونو بې مثاله شهكار دى او هر هغه څه چې په دې كلياتوكې يو ځاى او يو وخت راټول شوي دي دسامع دزړه او زهن غوښتنه ده .
دغني خان په شعرونو كې تر ډيره حده دهغه ژوندانه او په چاپيريال پورې اړوند افكار ځاي شوي دي ، په دې ماناهغه كوم افكار چي دهغو څر ګندول د شاعر نظر او عقيده ده نو د هغو پر ځاي كو ل د شاعر ايډيآل دي .
ګفتار دليونو كې وي ګلونه هـــــــــــــــــم ماران قطـــــــــــــارد ليونوكې ډېرولاړپيغمبران پروا يې غني نكړي كه يې سپـــــــك تلي كه دروند تــــــف! څه به دا جهان وي او څه تول ددې جهان
۵= دغتي لټون :
دا كتاب هم د غني خان د اشعارو هغه مجموعه ده چې د لومړي درې ذكر شوو كتابونو برسيره د شاعر د كلياتو اصلي منبع ده او علاوه پردې يوڅه ناچاپه اشعار پكښي ځاى شوي دي چي دغني خان د كلياتو دچاپ پر محال پاته شوي وه .
كه څه هم په دي كتاب كي د ګران شاعر په غوښتنه څه شعرونه چاپ نشول .
كعبه جوړه ابراهيم كړه= زه جوړ كړي يم الله وايه څوك لوي شواوچت شو = وايه وايه اې ملا!
۶= ګډې وډې:
په ظاهر كې خو داسي بريښي چې بې نظمه خبرې به وي خو دلته د واقيعيت بيان په ساده او روانه ژبه دى ، دا دغني خان تصنيف دى چې په كال ۱۹۸۲ په پيښور كي چاپ شوى دى … دليوني فلسفي [ غني خان] ګډې وډې د خپل ځانګړي اسلوب له كبله په خپلو لوستونكو كي ډير شهرت در لودلى دى دا چې بايد په هغه كې دزمان د مقتضياتو پر اساس په ټوكو ټوكو او طنزي انداز سره ترخې او بيخي ترخې خبرې هزم شوي وي ځكه هر ټكى يې ليونى او هره كرښه يې فلسفه وه .
مچ دزمري سترګې شكوي مياشې داوښ وينه خدايه ستا دا عجيبه دنيا توره ده كه سپينه
۷= پټان :
دا كتاب چې د ليكنې ژبه يې انګريزي ده د خپل عصر خورا مهم او با ارزښته كتاب دى. په دې كتاب كې دپښتنو دمرګ اوژوند ، كړه وړه ، رسمونه رواجونه ، بدلونونه ، او د پښتني ژوندانه نور اړخونه په ډيرو لنډو خو جامع ټكو پوره تفصيلي منظره ترسيم كړې ده چې بيا د ثبوت لپاره يې ښكلې اونادرې قصې او نكلونه په افسانوي انداز كې راوستي دي .
ښاغلي رضاٌالحق (بدخشاني) دا كتاب د انګريزي څخه په پښتو او اوردو وژباړى ، د پټان كتاب په ډيره ښه پښتني جزبه ، مينه ، او خلوص يو پښتون زلمي يو ناثر او ناظم اديب ، فيلسوف عبدالغني خان هغه كوچنى غوندي كتاب دى چې په مستندو دلايلو د پښتنو معرفي راغلې ده او پښتانه يې مغربيانوته ورپيژندلي دي.
۸= خطونه :
دا د غني خان هغه ليكونه دي چې دد ه دژوندانه په بهير كې لرې او برې پښتونخواه و شاعرانو ، اديبانو ، ، سياستوالو او مشرانو ته په پښتو ، اوردو اوانګريزي كي ليكونه ليكلي دي چې په خپل ځاى كې د ډير ارزښت وړ د ي دا ځكه چې دادبي او هنري لطفه سربيره ځينې ډير مهم تاريخي وقايع رانغاړي او دا ليكونه هم منظوم دي هم منثور .
د غني خان د خپلو آثارو پرته دده په اړه په لره اوبره پښتونخواه كې دشپيتو نه زياتي ليكنې شوې دي چې وركړل شووماخزونوكي يې نومونه په ترتيب ذكرشوې دي
موږ دغني خان په شعرونوكې شعريت ،نوى والى ، او خلاقيت وينو .،تر اوسه په پښتو شعر كى دهغه د شعر په اڼدول پياوړى او پراخ تصوير چا نه دى ايستلى ،دغني شعر دفلسفي ژور والي په څنګ كې لوړ او اوچت تخيل سره پراخ تصويرونه لري ، د بيلګې په توګه د جنت او دنيا په شعر كې دخپلونورو شعرونوپه څير ددې اوهغه دنيا ژور اوښكلى انځور جوړوي ،په دې انځور كې ښكلا او تخيل هم ډير ښه ځاى لري او فلسفي غوښتني لاورسره :
چي مستي وى او ځواني وى او جانان وي او ډك جــــام
ډير ګــــــــــــــــــــــــلونه لږ ياران او غمګين غوندي ماښام
شاعر د خپل فلسفي طرزتفكر مطابق دڅو ساده شيانو اود لمس وړڅو توكو څخه ځانته جنت جوړ كړى دى،.
دده په شاعرۍ كې قلندري ،بينيازي او رندانه جرئت محسوس دى ،ددرويشۍصفت لري، هغه ترخې مسئلې چې دى يې په ټوكوټوكو په ترخه محتوا خو دخلوص په شاتو دركوي دميني اومحبت دمېوې خوندهم ورسره ګډ دى،
په خوله به جنګ درسره وكړم په زړه كښي پټه به دعا درته كوم
دى دعلم ، پوهې ،ادراك ،نفسياتو او د فلسفي داحساساتو او تجربوښه معمور وو ،دهغه په خنداكې يو طنز پروت وو ، دتصوف په با ريكيو اود دموسيقۍ په ترنګ هم پوهيده، دهغه هوش اوهواس دخيام سره دمقاسيې وړوه هغه يوپښتون خيام و.
دغني خان دفكر اوكلام دونه ګن اړخونه دي چې په يوه موضوع،مقاله يامضمون كي راغونډول ناشوني خبره ده خودخان بشپړژوركلام او خوروورو افكارو دسرسري مطالعي څخه ورسته يوه موضوع دده دمضامينو بنسټ ګڼلاى شو او هغه[ خپلواكي او آذادخيالي ده
په مجموع كې كله چې دغني خان دشعر سمندر ته ورننوزو او په فكري لحاظ پكښي غوته ووهو، پرته له دې چې سا وباسو دډيرد نادرو ملغلرو سره به مخامخ شو .
دى ځاى پر ځاى اوپر موقع داسي ترانې وايې چې په ساده او سوچه پښتو دالفاظو په شكل دپښتنو په درددردمن اوغم شريك دى او د موقع په راتګ لكه ابراهيم اورته ور دانګي چې جيلونه يي ثبوت دى چې په تن او قلم يي دخپل قام خدمت په ښه بڼه او حسن صورت تر سره كړى دى
دښو اوبدو تصوير خو په هره ټولنه كې خپل ځان ته رنګ لري هر كلتور ته دښو او بدو معيار وي او ځان ته بېلابېل روايتونه لري او داسي اخلاقي روايتونه هم شته چې په هره زمانه كې او هر چيرې ښه ګڼل كيداي سي چې دغني خان د ښو او بدو تصوير هم همدغه دى كم چې ديومعياري انسان او پښتون كيداى شي
چې خازې شنې مي په قبر وي ولاړې كه غلام مړ يم راځي توكى پر لاړې
چې په خپلووينونه يم لمبيدلـــــــــــى په مامه پليتوئ دجومات غــــــاړې
غني خان د خپل استوګنځي، جغرافيايي سيمې او موقيت په اساس شعرونه په پښتو ژبه اوپه خپل ځانګړي ګړدود ويلي دي چې دا دژبپوهنې جلا بحث دى او دلته خبر كول باندې وخت او وجه غواړي .
خو دونه ديادولو وړګڼم چې ووايم :دده لهجه عام فهمه او ټو لو پښتنو ته ددرك وړ ده نوكوم پښتون يا پښتنه به وي؟ چې دده رساله يې مخته تيره شوې وي او هغه د دغني په عظمت او ستر والي پوه شوي نه وي.
شاعر په دې لړ كې ډيره لويه كارنامه دا كړې ده چې دا عظيمه شاعري يي د پښتونخوا په ګوټ ګوټ كې د هر چا سره متعرفه كړې ده او داچيغه يي خپره كړه چې وايي :
وينه ده توده زما رګونوكي دننګ = سركه مي كام غواړي زه بي نه كړمه په څنګ
اخځليك:
۱ – عبدالغني خان ، دغني كليات ، دقومونواوقبايلووزارت – د نشراتورياست ، كابل،۱۳۶۴ل هـ كال
۲- اكبر (( كرګر)) ، غني د شګو په محل كي ، دقومونواوقبايلو چارو وزات
– د نشراتواو فرهنګي امورو رياست ، ۱۳۶۵ ل هـ كال.
۳- داكټر راج ولي شا ((خټك)) ، پښتومياشتنۍمجله، ۱،۲،۳،۴ګڼه،پښتواكادمۍ، پيښور۱۹۹۷ ل ع كال .
۴- عبدالغني خان ، دغني پلوشې ، پښتو ټولنه كابل ۱۳۳۹ ل هـ كال
۵ – عبدالروف (( بينوا))، اوسنى ليكوال ، دمطبعاتو مستقل رياست ، دولتي مطبعه ۱۳۴۱ ل هـ كال .