کور / روغتيا / روغتیا زموږ بریا ده

روغتیا زموږ بریا ده

مالټه ـ د سیتروسو  شهزادګۍ
د مالټې  روښانه نارنجي  رنګ  ېواځې د انسان سترګو ته روحي سکون نه په برخه کوي بلکه هغه د دسترخوان تر ټولو  مزداره او ګټوره روغتیا يي  مېوه شمېرل کېږي .




 
لنډه پېژند نه
د مالټې ونه د سیتروس د کورنۍ پورې تړاو لري .د انسانانو لخوا د نوموړی نبات ترویج په خوړو او روغتیايي چارو کې لرغونی تاریخ لري . تاریخ پوهانو په روغتیايي چارو کې د مصر د روغتیا پالو لخوا د مالټې درملیزه ځانګړتیا له نن څخه 2000 کاله پخوا په ډاګه کړې ده. مګر ددې نبات اصلي ټاټوبی د فرعون وطن نه بلکه د چین هېواد ښودل شوی . دا نبات په 15 پېړۍ کې اروپا ته راورسید او وروسته په مرور د زمان د ټاکلو اقلیمي شرایطو درلودونکو سیمو ته ولېږدول شو . د مالټو د تولید تر ټولو ستر هېوادونه امریکا(فلوریدا ،کلفورنیا) ،هسپانیه ،ایټالیا، یونان، ترکیه ،برازیل ، مکسیکو ، چین ، هند ، مصر ،ایران  دي .
د مالټې مېوه ګرد مدور شکل لري چې د نارنجي پوټکي پواسط احاط شوی . د پوټکي دننه غوښنه برخه پلدار شکل لري چې په اسانۍ سره یو له بله جدا کېږي . ابداره ، خوږه غوښنه برخه يي سورت ته په کتو سره روښانه ژړ ،نارنجي او سور رنګ لري په همدې غوښنه برخه کې تخمونه ځای په ځای شوي .


جوړښت :
د موادو انډول په 100ګرامه مالټه کې :
پروتینونه ــــ 0.9  ګرامه
شحمونه ـــ‎ 0.2  ګرامه
کاربوهایدریدونه 10.3 ګرامه(مونوسکراید او دي سکراید 8.1)
غذايي سلولوز ـــ 1.4 ګرامه
پېکتین ــ 0.6 ګرامه
عضوي تېزابونه ـــ 1.3 ګرامه
Calx ـــ 0.5 ګرامه


په مالټه کې موجود ویټامینونه :
Vitamin A – 0.05 mg
Vitamin B1 (thiamine) – 0.04 mg
Vitamin B2 (riboflavin) – 0.03 mg
Folic acid (vitamin B9) – 5 mg
Niacin (vitamin PP) – 0.2 mg
Vitamin C (ascorbic acid) – 60 mg
Vitamin E (Tocopherol) – 0.22 mg


ماکرو عناصر :


Potassium – 197 mg
Calcium – 34 mg
Magnesium – 13 mg
Sodium – 13 mg
Phosphorus – 23 mg



میکروعناصر :


Iron – 300 mg
Iodine – 2 mg
Cobalt – 1 mg
Manganese – 30 mcg
Copper – 67 mcg
Fluorine – 17 mcg
Zinc – 200 mg
په 100ګرامه مالټې کې 40 کیلو کالوري موجوده ده .




د مالټې درملیزه ځانګړتیا


په خوړو کې د مالټې څخه کارونه لاندې ګټې لري :
• د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي
• اشتها تحریکوي
• ستړیا او کسالت را کموي
• د زخمونو په ژر جوړولو کې مرسته کوي
• په بدن کې د موادو تبادله نورماله ساتي
• د چاغېدو په مخنیوي کې مرسته کوي
• د هاضمې سیستم ښه کوي( د غټو کلمو فعالیت لوړوي او د هغو له ورستېدو څخه مخنیوی کوي ) .


د مالټې کارونه  د وینې د فشار  او ارتر سکلروز په مخنیوي کې مرسته کوي( د شریانو د دېوالونو د نفوذ قابلیت کموي).
مالټه د نقرس ، د صفرا د کڅوړې په درملنه او د هیپوویټامینوز په ویقایوي درملنه کې ډیره موثره مېوه شمېرل کېږي.
د مالټې خالص طبعي شربت د سرطا ني دانو ، ګاستریت ،کولیت ، د وینې د لوړ ، کم خوني ، د شریانو د تصلب ، اسکوریوت ، چاغي او ذکام  د ناروغیو په کمپلکسه درملنه کې کارول کېږي .
همدا شان نوموړی شربت د ځیګر ، صفرا د سیستم د اختلال ، قبضیت ، پښتورګو ، خونریزي او جلدي ناروغیو په درملنه کې خورا ګټور اثر لري .
د مالټې د پوټکي جوشانده د روماتیزم او د زړه د عدم کفايي د ناروغانو لپاره توصیه کېږي .


يادونه !
د مالټې شربت مخکې د خوړو څخه نه توصیه کېږي ځکه چې کېدای شي د هاضمي سیستم ته زیانمن تمام شي.
د شکرې په ناروغۍ اخته ناروغانو ته دمالټې شربت د شکرې او عسلو سره یوځای نه توصیه کېږي .
همدا شان د مالټې خوراک د معدې د لوړ تېزابیت او ذخم په صورت کې منفي اثرات پر ناروغ ښيي.