په کراچي کي ۲۸۰ او لاهور کي ۲۵ کسه ووژل سول
د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچي کي د اور لګېدني له امله لږ تر لږه ۲۸۰ کسان وژل سوي دي .
پېښه د کاليو ټوکر جوړولو په يوه فاربرکه کي رامنځته سوې ده ، دا پېښه چي شاوخوا يو ساعت مخکي رامنځته سوه اوس هم د فابريکې څخه د اور لمبې پورته کيږي.
د لومړنيو معلوماتو پر اساس په فابريکه کي تر هغه ډېرو کسانو کار کاوه چي د فابريکې جوړيدو پر مهال په پام کي نيول سوي وه او د بېړنيو حالاتو پر مهال د تېښتي او بېړنيو وتلو لاري په پام کي نه وې نيول سوي .
دا څرګنده نده چي اور په څه ډول رامنځته سوئ او کارګرو ته ولي پر وخت د وتلو خبردارئ نه و رسيدلئ .
تېره ورځ په لاهور کي هم په يوه فابريکه کي د اور لګيدني له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل سوي وو .