ځنګلي ګلاب ( Rose canina) دګلاب مېوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 15th, 2012


دا یو  ښکلی   اغزي لرونکی له ویټامینو سر شار بوټی دی چې د مې ــ جون پورې ګلان کوي او سپتمبر ــ اکتوبر پورې ګل مېوه (کاسبرګ    sepal)    پخېږي . د ځنګلي ګلاب مېوه ــ یو ستر لابراتوار او د روغتیا اکومولاتور ګڼل کېږي .
 په دې کاسبرګونو  کې د ویتامین  C   اندازه  د لیمو او currants  پر تله ډېره ده . نوموړې کاسبرګونو  په ترکیب کې پوره اندازه د В, К, Р ویټامینونه ، کروتین ، شکره ، tannin ، عضوي تېزابونه ، پېکتینونه او نور میکرو عناصر شتون لري . د ګل دانو په  زړو (تخمو) کې د  E ویټامین شتون لري . د ځنګلي ګلاب د ګل دانو څخه د طبیعي پولي ویټامینو په شکل د اسکوریوت (د سي ویټامن کمبود) او د نورو ويټامینو د کمبود ، کم خوني ،کلوروز ، د شریانو د تصلب ، د وینې د لوړ فشار ، د وینې توېدو (خونرېزي) او نورو ناروغیو په  وقایعوي درملنه کې کار اخستل کېږي .




د ګل د کاسبرګونو د را ټولو وخت باید د کنګل کېدو د فصل څخه  مخکې وټاکل شي او غېر لدې په سوړ موسم کې کاسبرګونه خپل درملیزه  ځانګړتیا له لاسه ورکوي . په کورني چاپېریال کې کاسبرګونه په داشونو یا د اور په کورو کې د تودوخې په 90ــ100 درجو داسې وچوي چې و نه سوزې . وچ شوی مواد ځان ته قهویی سور او یا ژېړ رنګ غوره کوي او وروسته يي په سر تړلو لوښو او یا کڅوړو کې تر دوو کلونو ساتي .
• ځنې وختونه د دی ګلاب ګل پاڼې په معمولي ډول وچوي او د هغه څخه د پوستکي د ښکلا او تازه توب لپاره درملیز   چای یا infusion جوړوي .
• منی د کلاب جرړې (ریښې) را وباسې او په سړو اوبو يي وینځي او وروسته يي ټوټه ټوټه په سیوري کې وچوي . په جرړو کې په ډېره پېمانه د tannin  مواد شتون لري د همدې ځانګړتیا  له وجې دهغو څخه د تړونکې (وینه درونکې) وسیلې په شان کار اخلي .  ددې ګل د تخمونو څخه یو ډول غوړي چې د شحمې تېزابو او ویټامینو لرونکي دي تر لاسه کوي چې التهاب ضد او زخم جوړونکې ځانګړتیا لري .
    
• د چای د جوړولو لپاره یوه قاشوکه کاسبرګونه په یو ګیلاس ايشېدلو اوبو کې د 10 دقیقو لپاره په سر پټي لاکي لوښي کې اېشوي او 24 ساعته وروسته د سړېدو څخه 1ـ2 ګیلاسه د ورځې څښل کېږي.نوموړی چای د بدن د مواد تبادله نورمالوي، د عصابو پر مرکزي سیستم ، شریانو او داخلي ارګانو باندې  په زړه پورې   ګټوره  اغېزه کوي .
• ددې ګل د پاڼو زوښا د معدې هاضمي سیستم ښه کوي ، او د جرړو د جوشاندې څخه يي د کلمو او معدې ،د پښتورګو او مسانې د ناروغیو په درملنه کې د  تړونکې (د وینې درونکې) او  قوت بښونکې وسیلې په شان کار اخستل اخلي . د تخمونو د غوړ څخه د ادار راوړونکې ، التهاب ضد  او صفرا ورکونکې وسیلې په شان کار اخستل کېږي .
• د چاپېریال او د روغتیا د اېپیدمیکو نامطلوبو اغېزو په وړاندې د بدن د مقاومت د لوړولو لپاره د сinnаmomca  R.  د یو ډول ګلاب  د چای څخه کار اخستل کېږي . د جوړولو طریقه: یوه قاشوقه  وچ مېده شوي کاسبرګونه (دګل پاڼو کاسه) په دوه ګیلاس اوبو کې د 10 دقیقو لپاره اېشول کېږي او د 2ـ3 ساعته وروسته له سړېدو څخه چاڼېږي او 3 ځله د ورځې نیم ګیلاس څښل کېږي .
• сinnаmomca  . R  له  جوشاندې څخه د مغز د شریانونو د وینې د دوران په ښه کولو کې کار اخستل کېږي . 20ګرامه مېده شوي کاسبرګونه په یو ګیلاس اېشېدلو  اوبو کې اېشول کېږي او 12 ساعته په ترموز کې وروسته له ساتلو څخه نیم ګیلاس د ورځې 3 ځله څښل کېږي .
• د زړه د کمزورۍ او میکروکاردیودیستروپي لپاره دR.cinnamomca    له جوشاندې څخه کار اخستل کېږي . د جوړولو طریقه: د 10 دقیقو لپاره په یوګیلاس اېشېدلو اوبو کې   یوه قاشوقه  وچ مېده شوي کاسبرګونه اېشول   کېږي  وروسته له سړېدو څخه  د یوې قاشوقې په اندازه عسل پرې علاوه کېږي او د ورځې 3ځله  نیم ګیلاس څښل کېږي .
• ددې ګل ګلپاڼې د مربا او یاهم د ژولو په شکل د زړه د اریتمي Arrhythmie په صورت کې د زړه عضلات تقویه کوي .
• ددې ګل تازه کاسبرګونه په خوړو کې د hemorrhagic diathesis لپاره ډېر ګټور تمامېږي .
• د وینې د کمښت ، کسالت  او  عملیاتو څخه وړاندې او ورسته ددې ګل د تازه کاسبرګونو (د ګلپاڼو د رژېدو څخه وروسته پاته شوې دانې ته وېل کېږي ) د ګټه اخستنې لپاره توصیه کېږي .
• د ارګمیو ، زړه بدي او استفراق په صورت کې د Rosa majalis د ګلپاڼو ژوول توصیه کېږي او همدا شان د هغو څخه د جوړ شوي چای څښل د معدې د درد لپاره ګټور تمامېږي .
• د ګلاب د غوړ(درملتون له درملو) د ورځې یو ځل د Colitis ulcerosa په صورت کې 15 ملي لیتره د microclysters  په شان استعمالېږي .
• د مزمن هیپاتیت او د جګر د التهاب په صورت کې د ګلاب • сinnаmomca      R.  جوشانده ډېره ګټه رسوي . 20ګرامه  وچ د ګلاب مېده شوي مواد په یو ګیلاس اوبو کې اېشول کېږي او د 12 ساعتوپه ترموز کې د ساتلو وروسته نیم ګیلاس 3 ځله د ورځې څښل کېږي .
• د صفرا په صورت کې د     .cinnamomca R  د ګل څخه چای جوړوي او د ورځې 4 ځله نیم ګیلاس څښل کېږي .



قهويي ګلاب (Rosa cinnamomea)
 
    
ددې ډول ګلاب  مېوه له ویټامینو په ځانګړي ډول له ویټامین C   او منرالي مالګو   څخه سر شاره ده . له هغو څخه په په طبابت کې په پراخه اندازه ګټه اخستل کېږي .
• د قهويي ګلاب له ریښو  څخه د صفرا په کڅوړه کې د تيزو او د مزمن  پانکراتیت  په درملنه کې کار اخستل کېږي . دوه قاشوقې وچ مېده شوي د ګلاب ریښې په یو ګیلاس اوبو کې د 15 دقیقو لپاره اېشول کېږي  وروسته له سړېدو او فلتر څخه یو ګیلاس د ورځې 3 ځله څښل کېږي .
• د دې ګلاب مېوه د ګریپ ، توبرکلوز او د ریوي خونرېزۍ لپاره په زړه پورې درمل حسابېږي . جوشانده يي په دا ډول جوړېږي : 20 ګرامه وچ مېده شوي خام مواد په یو ګیلاس اوبو کې اېشول کېږي او له 12 ساعته سړېدو او چاڼ څخه وروسته نیم ګیلاس 3 ځله د ورځې څښل کېږي .
• د خونې بني د ناروغۍ  د درملنې لپاره د نوموړي ګل له مېوې څخه جوشانده جوړوي او د ورځې 3 ځله  نیم ګیلاس څښل کېږي . 20ګرامه وچ مېده شوې د ګلاب مېوه په یو ګیلاس تندو اوبو کې اېشول کېږي او تمامه شپه په ترموز کې له ساتل کېدو وروسته چاڼېږي .
• قهويي ګلاب مېوه د پښتورګو د التهاب ،نفریت (د پښتورګو راز راز ناروغۍ) او د پښتورګو د خونرېزي لپاره ډېره موثره دارو حسابېږي . یوه قاشوقه وچ مېده شوي مواد د 4 ساعتو لپاره په یو ګیلاس تندې جوشاندې بدلوي او وروسته له چاڼ څخه د ورځې نیم ګیلاس 3 ځله څښل کېږي .



ماخذ : له روسي ازادو سرچینو څخه
Travnik. Practical advice ‘- By O. Lyabik
“Family doctor”, compiled – E.N.Semashko

Copyright Larawbar 2007-2024