کور / ترخې خبري / د ملي سرود پر ځای رباب و ږغول شو

د ملي سرود پر ځای رباب و ږغول شو

په آسټرالیا کي د افغانستان د ملي سرود پر ځای رباب وژغول شو

د رواني سپټمبر میاشتي په ( ۱۱) نېټه په آسټرالیا کي د افغان سفارت لخوا د آسټرالیا او افغانستان د اوږد مهالو ډېپلوماتیکو اړیکو په ویاړ د آسټرالیا د کنبېرا ایالت د زاړه پارلمان په هال کي یو محفل نیول شوی وو، چي د مازیګر په پنځه نیمو بجو شروع او د ماخوستن تر نه نیمو بجو پوري یې دوام وکړ.

په افغاني پراګرامونو کي د معمول سره سم او د درناوي پر اساس لومړی د هیواد ملي سرود ژغول کېږي او ورپسې پروګرام شروع او پیل کېږي، خو د افغان سفارت په ننني محفل کي د افغانستان د ملي سرود پر ځای رباب وژغول شو.

په محفل کي چي بهرني مېلمنو هم ګډون کړی وو د رباب ژغول د ملي سرود پر ځای کاملاً یو غیر ډېپلوماتیک، غیر مسؤلانه او د سفارت تر واک وتلې خبر وه، ځکه دا د سفارت کار ندی چي د هیواد ملي سرود په نغمه، ډول یا تبله کي وغږوي.

که داسي وي چي د یوه هیواد د ملي سرود پر ځای رباب، نغمه، ډول یا تبله وهل کفایت کوي، نو په صوتي توګه د ملي سرود د درلودلو ضرورت څه دئ؟

مشکل دا ندی چي داسي یوه کړنه ولي رامنځ ته کېږي، ستونزه دا ده چي د افغانستان د اساسي قانون د لومړي فصل د شملي مادې څخه په شکاره سر غړونه کېږي او د هيواد ملي مصطلحاتو ته چي د افغانستان د اساسي قانون د لومړي فصل په شپاړسمه ماده کي ورته اشاره شوې سپکاوی کېږي.