کور / کره کتنه / د فيس بوک ياري !!

د فيس بوک ياري !!

څو مياشتې مخکې د پښتو ډرامو د مشهورې لوبغاړې او ارټيسټې اغلې مينا شمس نيکه وفات شوی و، مړی لا خاورو ته نه و سپارل شوی چې لمسۍ يې د فيس بوک پر پاڼه خبر د دعا او خواخوږۍ په نيت خپور کړ٠
د مينا جانې د فيس بوک په دا څو سوه ملګرو کې ايله يو څو کسانو دا بد خبر او ( post) پوره لوستی و او په تبصرونو (Comments ) کې يې دعا، خواخوږي او خواشيني (Dislike) ښوولې وه مګر نورو په سوونو ملګرو يې پرته له دې چې خبر ولولي او ځان پرې پوو کړي ټولو (Like) ته ټس ورکړی و، يعنې ښه شو چې نيکه دې په خير مړ شو او موږ پرې ډېر خوښ شولو٠
دې ته وايي د پټو سترګو ياري٠