دوه امریکایی مرین پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 15th, 2012


امریکایی خبري شبکې ( سي . ان . ان ؛ او اسوشیټیډ پریس ) په خپلو تازه خبرونو کی وایی چی طالبانو په هلمند ولایت کی د برتانویانو او امریکایانو پر خورا غټه ګډه قرارګاه ناببره حمله وکړه . هغوی چی په ډول ډول وسلو لکه ثقیل ماشیندارونه ، راکټونه ، هاوانونه او لاسی بمونو وسلوال وو ، د بېس خارجی محوطې ته په ننوتلو بریالي سول او له نږدې یې پر هغوی غافلګیره حمله وکړه چی له امله یې دوه امریکایی مرین پوځیان ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل . څو هلیکوپترونه ، پوځی وسایط او نور وسایل یې هم تخریب او زیانمن کړل او زیاتوی چی په ځوابیه غبرګون کی ۱۶ طالبان هم له منځه لاړل .
دغه دواړه منابع وایی چی طالبانو وویل چی دا د هغه فلم انتقام و چی په امریکا کی د اسلام پر ضد جوړ سوی دی . د دغه فلم پر ضد په ټول منځني ختیځ ( آن د امریکا په دوستو هیوادونو ) کی سختی امریکایی ضد مظاهرې روانی دي .
راپور زیاتوی چی د برتانیې شهزاده هېري هم د دې حملې پر مهال په بېس کی و ، خو څه زیان نه دی ور اوښتی .

Copyright Larawbar 2007-2024