کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان سريلانکا ته ماته ورکړه

کرکيټ: افغانستان سريلانکا ته ماته ورکړه

د افغانستان او سريلانکا د ملي لوبډلو ترمنځ په يوه دوستانه لوبه کي افغانستان کوربه هيواد سريلانکا ته ٢١٠ منډي هدف وټاکئ.
دغه تمريناتي لوبي چي د شل اووريز کپ تر شروع دمخه په سريلانکا ترسره کېږي، پچه د سريلانکا کپتان وګټله او افغانستان يې د بېټينګ بلنه ورکړه، چي افغانستان په شلو اوورونو کي ٢٠٩ منډي جوړي کړې.
افغانستان په اول اوور کي کپتان نوروزمنګل او بل لوبغاړى د لاسه ورکړل، خو محمدشهزاد او اصغرستانکزي له يو بل سره ډېر ښه ملګرتوب وکئ چي شهزاد د څو پرله پسې څلوريزو په وهلو ٤٨ او اصغر ستانکزي ٥٠ منډي وکړې.
د افغانستان نورو لوبغاړو هم يو په بل پسې ښې منډي وکړې، خو محمدنبي عيسى خېل ډېره تېزه لوبه وکړه چي په ٢٥ بالونو ٥١ منډي وکړې.
د سريلانکا لوبغاړو په اول سر کي ښې منډي وکړې، خو محمدنبي يې په سوځلو شروع وکړه، چي ټول لوبغاړي يې په ١٩ م اوور کي د ١٥٨ منډو په جوړېدو وسوځېدل او افغانستان د ٥١ منډو په توپير وګټله.
د لوبي غوره لوبغاړى محمدنبي عيسى خېل وبلل سو.