افغان پولیس دوه بهرني پوځیان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 15th, 2012


رویټر او اسوشیټیډ پریس د ناټو په حواله خبر ورکوی چی نن یو افغان پولیس په هلمند ولایت کی پر بهرنیو پوځیانو ضربه وکړه چی له امله یې دوه خارجی عسکر ووژل او درې نور یې زخمیان کړل . خو دا تر اوسه معلومه نه ده چی هغوی امریکایان وو که انګریزان . وروسته بهرنیو پوځیانو دغه پولیس وویشت .
خبر زیاتوی چی سږ کال افغان امنیتی ځواکونو ۴۷ بهرني پوځیان وژلی دي چی دا هغسی خطر دی چی مخنیوی یې تقریبأ ناشونی ښکاری .

Copyright Larawbar 2007-2024