کور / شعر / د زاهد شا انګار غزل

د زاهد شا انګار غزل

غزل

يو کتار ګلونه، ده پسې روان شي

چې روان شي زما زړه پسې روان شي

کړي په سترګو کې راټولې خنداګانې

ټول کاته، کاږه، واږه پسې روان شي

چې رمې تږي هوسۍ چينې ته درومي

د هوس وږى ليوه پسې روان شي

د غزل توري،لفظونه ړانده مه شه

هسې نه په ديواله پسې روان شي

داسې ښه وي مېلمانه د ياد حجره کې

هر سهار چې کوربانه پسې روان شي

پاڅيدلى انګار سم له ځايه نه وي

واړه ښکلي او خواږه پسې روان شي

زاهدشاه انګار

غزل

نري بريتونه ، دنګه ونه کليوال ژڼى دى

غبرګو ډولونو ته اتڼ کوي خوستوال ژڼى دى

په سندريزه غاړه بيا نغمه،نغمه روان دى

مطرب،مطرب، رباب ،رباب د سر اوتال ژڼى دى

ګوره په لوري يې کوږ نه شې د اغيار اولاده

تېر د پرون په څېر، نن هم د سرومال ژڼى دى

پاس يې شين چتی دى، د شنه ځنګل د پاسه ګرځي

وږمه، وږمه سبا، سبا نرى شمال ژڼى دى

شور شو سرتورې جينکۍ يې منځ کې دا نارې کړې

دى خو نادان دى او دى کله د جنجال ژڼى دى

په پنډه جمع يې ورګډه کړم نسکوره نشم

پښتون، پښتون، جانان،جانان وصال ،وصال ژڼى دى

يو د هګيو ډک دسمال ،په بل کې پنډه غزل

انګاره ، دا ژڼى له ژڼيو سره سيال ژڼى دى

زاهدشاه انګار

غزل

په لمن کې ټولوم تورې ګورګورې

مستربل کې لټوم تورې ګورګورې

چې ګورګورو پسې ووځمه له کلي

پل په پل دې یادوم تورې ګورګورې

خوست ته مه راځه لوګرکې دي سنځلې

په ټوکرۍ کې درلیږم تورې ګورګورې

هسې نه، نازکې شونډې يې شي غوڅې

له اغزیو پاکوم تورې ګورګورې

دا دلپه اشرفیو سودا نه ده

په غنمو خرڅوم تورې ګورګورې

سترمنې تورې، تورې راته ګوري

په کوڅو کې خرڅوم تورې ګورګورې

بدل شوی مې د خیال اسمان انګاره

بل موسم کې پخوم تورې ګورګورې

غزل

بیګاه پر عالمونو مرغلرې اوریدې

چې ستا له خولې خبرې اوریدې دانه، دانه

لمدې وې تورې څڼې و، نری نری شمال

وږمې یې خدای خبر له څومره لرې اوریدې

را یاده به چې شوله د کتاب قلم کیسه

د ژوند پر دښمنانو به ډبرې اوریدې

نازکه په نازک تار له سپوږمۍ سره پیوند

لشې، لشې باڼه یې تورې زغرې اوریدې

حیران ومه چوغار مې د طوطیانو اوریده

اخر په دې خبر شومه، شکرې اوریدې

ځنګل، ځنګل ښکلا یې دنګه لمنځه خوځیده

مچۍ، مچۍ کاته لکه ګورګورې اوریدې

وریاده شوه په نظم کې د یار دیاد سندره

انګاره له لفظونو یې سندرې اوریدې

زاهد شاه انګار

غز ل

چې چيرته څمه ليونتوب راپسې منډې وهي

دا مې د خپل څان سړيتوب را پسې منډې وهي

دا چې په خيال کې جوړوم او ورانوم کوټنۍ

هاغه سپيڅلى ماشومتوب راپسې منډې وهي

له ما يې ښکلى تعبير غواړي لوى پير مې ګڼي

د پرښتتې ليدلى خوب راپسې منډې وهي

دواړه غوږونه مې نيولي ترې بيزار لکه نوح

ډير د جاهل قوم مشرتوب راپسې منډې وهي

لا چې نيولي کنډوونه دي حسينو راته

هان له ازله مينتوب راپسې منډې وهي

انګار په اوړي ژمي شين لکه نښتر ولاړ يم

د دنګې سروې پيغلتوب را پسې منډې وهي

غزل

له جینکیو سره کار نه لرو

زرکو هوسیو سره کار نه لرو

موږه ښکاریان یو د بازانو ښکاریان

له مرغکیو سره کار نه لرو

د پایزیبونو شرنګی، کړنګ د پیالو

شرنګ د بنګړیو سره کار نه لرو

لکه نرۍ څانګې په ملا شي ماتې

دومره تنکیو سره کار نه لرو

فکر او خیال یی چې غزل کې نه وي

داسې ژڼکیو سره کار نه لرو

انګاره چا وې چې پیریان وي پکې

باد، بړبوکیو سره کار نه لرو

زاهدشاه انګار

غزل

یوه جینۍ کور ته اوبه وړي قدمونه شماري

خدای چې د څومره غریبانو سوي زړونه شماري

لکه ښارو په وړه ژبه وایې ستړې نه یم

مور یې په سترګو کې ټول ستړي نفسونه شماري

شوه ملایکه د اسمان، لاړه له ستورو سره

جانان یې لاهم لوړې غاړې ته ګلونه شماري

چا چې ډیوه لاس کې اخیستې ده تیاره ماښام کې

هغوی د لمر د خورو وړانګو تنابونه شماري

غرمه مې واوریدل سبا د ماشومانو ورځ ده

یوه ماشومه پر مخ اوښکې کتارونه شماري

انګار دځان په فلسفه کې د جانان په لټه

نه ورته ګوتې شماري، نه هم کتابونه شماري

غــــزل

لږې وږمې خــــــورې ورې کړه ګله تاته وایم

د ګـــــــــلابونو شونډې پرې کړه ګله تاته وایم

د غزل ښــــــــــکلي کلمې ماته بې رنګه ښکاري

په تـــــــــــــرنم یې راته سرې کړه ګله تاته وایم

چا دې دردونه دي لوستلي څوک دې اوري سلګۍ

سترګې دې څه رنګ فــــــوارې کړه ګله تاته وایم

پر شاړو ځمکو مرغـــــــــلرې لپه،لپه شیندې

په شمار خبرې دوه او درې کړه ګله تاته وایم

دومره دې بس مړاوي کاته،کړه پانې پاڼې خندا

له زړه مې لرې هدیــــــرې کړه ګله تاته وایم

د مینې زړي دې د ژوند پردښته وکري ټول

په ټول عالم باندې نــــارې کړه ګله تاته وایم

د یـــار د حسن په راپور کې خبریاله یاره

څه قضاوت خو بې پرې کړه ګله تاته وایم

خوږې کیسې یو څو تمامې کړه بیا لاړشه خوږه

انـــــــــــــګار ته پنډه خاطرې کړه ګله تاته وایم

.