پلان ‌B د افغانستان د تجزیی په باب د امریکا او لندن د رازجزیات

د لراوبر اداره | سپتمبر 16th, 2012


د سپتامبر په ۳ نیټه ما د »کال ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان دتجزیی پلان« تر عنوان یوه لیکنه رسنیو ته وړاندی کړه چی بیا وروسته د افغانستان یوی خپلواکی ورځپانی خپره کړه او د هغی په مقابل کی مشرانو جرګی هم سخت غبرګون خپور کړ . دوی ورځی وروسته بیا د انګریز د پارلمان غړی چی دا پلان یی خپل پارلمان ته وړاندی کړی وو، دا خبره ومنل او بیا دانډیپنډنت ورځپانی هم دا خبر خپور کړ . پدی ورځو کی د انګریز د حکومت او د پلان جوړونکی » توبیاز ایلوډ« له خوا داسی ګنګوسی خپری شوی دی چی ګواکی هغوی خپل پلان بیرته واخیست او دافغانستان تر تجزیی تیر شول . اما داسی نده. د افغانستان دتجزیی په باب اوس هم د پردی شاته پوره فعالیتونه روان دی او اوس نه یواځی انګریز په دی پلان کی ښکیل دی بلکه امریکا له خپله پلوه او پاکستان له خپله پلوه ځانګری وړاندیزونه او پلانونه وړاندی کړی دی . د توبیاز ایلوډ پلان چی افغانستان به پر ۸ برخو لکه کندهار ، کابل ، هرات ، مزارشریف ، کندز، جلال اباد ، خوست او بامیان باندی ویشل کیږی او هره منطقه به په ځانګړی توګه اداره کیږی ، د واشنګټن د پلان سره سمون نه لری . په امریکا کی په کال ۲۰۱۰ کی د هاروارد دیونیورسټی یوه پروفیسور د »رابرت بلاکویل« په نامه پخوا لا د افغانستان تجزیه پلان کړیوه . خو هغه وخت لا امریکایان د خپل غرور پر خره سپاره وه او دا پلان یی په لمړنی ګام کی لازم و نه باله . دا پدی چی هغوی په افغانستان کی د جنګ ګټل حتمی بللی وه . نو ځکه یی د رابرت بلاکویل پلان ته د »پلان بی«یانی ددوهم پلان نوم ورکړ . ددی مانا داوه چی که هغوی په افغانستان کی ماته وخوری نو بیابه دادویم پلان عملی کیږی . اوس څنګه چی امریکا پدی پوه شوه چی په افغانستان کی د جنګ ګټل امکان نلری نود رابرت بلاکویل ددویم پلان وخت رارسیدلی دی .

دا پلان په نظر کی لری چی افغانستان به په لمړنی ګام کی پر دوو حصو ویشل کیږی . یوه حصه یی د هغو قومونو لپاره چی په پښتو ژبه خبری کوی او یوه حصه د هغو لپاره چی ژبه یی پښتو نه وی ، لکه تاجک ، ازبک او هزاره . ده پښتنو لپاره به دافغانستان ۴۰ سلمه او نورو ژبو لپاره به ۶۰ سلمه ور کول کیږی . د رابرت بلاکویل د پلان له مخی د پښتنو منطقی به عبارت وی له کونړونو ،لغمان، ننګرهار ،خوست ، پکتیا ، پکتیکا ، دغزنی نیمایی ، زابل ، کندهار هلمند ، اروزګان او د فراه نیمایی . هغه هوایی اډی چی په مزارشریف ، بګرام ، دشینډنډ او چخانسور- نیمروز کی پرتی دی ، د تاجکو په منطقو پوری به مربوط کیږی . د کندهار دهوایی میدان نه به نظامی مهمات ټول شینډنډ او یا نیمروز ته نقل کیږی او د کندهار هوایی میدان به طالبانو ته ور سپارل کیږی . درابرت بلاکویل له پلان له مخی به دافغانستان جنوبی او شرقی حصی و طالبانو ته ور تسلیم کیږی او بهرنی ځواکونه به په بشپړ توب له دی منطقو نه وزی اوشمالی افغانستان ته به انتقال کیږی . بلاکویل د امریکا وحکومت ته سلا ورکوی چی دافغانستان دشمال د ثبات لپاره ۴۰۰۰۰ سرتیری چی د جنګی الوتکی ورسره ملګری وی کفایت کوی.

په دویم ګام کی په کال ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸ پوری د شمال و مختلفو قومونه ته اختیار ورکول کیږی چی د شمال په فدراسیون کی پاته کیږی او که هر یو ځانته ایالتی سیستم جوړوی . د افغانستان شرقی او جنوبی حصی چی د پښتنو منطقی به وی ، لمړی و طالبانو ته ورکول کیږی او بیا هغوی په خپل مابین فیصلی کوی چی څنګه حکومتی سیستم جوړوی.

د رابرت بلاکویل پلان پاکستان ته هم وړاندی شوی دی . اسلام اباد اساساً ددی پلان سره مخالفت نه دی ښودلی ،خو تشویش یی ښکاره کړی دی چی که امریکا دا پلان عملی کړی نو دا به د پاکستان لپاره زیاتی ستونزی را منځ ته کړی . دا پدی مانا چی امکان لری د افغانستان او دډیورنډ دکرښی په هاخوا پښتانه لاس سره یو کړی او دیوه لوی افغانستان لپاره و جنګیږی . پاکستان وایی ،موږ پښتانه پیژنو . هغوی داسی قوم دی چی د خپلی خاوری لپاره راتلونکی ۵۰ کاله هم جنګیدلای شی . که امریکا د بلاکویل پلان په رشتیا عملی کول غواړی ، نو بیا باید دافغانستان او پاکستان پوله د نظامی الوتکو په ذریعه وساتی . د پاکستان د تشویش د لیری کولو لپاره امریکا پاکستان ته ډاډ ورکوی او وایی چی امریکا به د ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پوری مخصوص ملیشه وروزی او د همیشه لپاره به یی د افغانستان او پاکستان پر پولو باندی حتی په غرونو کی د مدافعی لپاره وساتی. پاکستان بیا دبلاکویل پلان له خپله اړخه د مسکو سره شریک کړی دی . مسکو هم تر یو ځایه موافقه کوی پدی شرط چی د تاجکستان او ازبکستان پر پولو امریکایی سرتیری و نه ساتل شی اوهلته فقط افغانی سرتیری د پولو ساتل په غاړه ولری .

که څه هم په واضح توګه ویل شوی ندی چی د بلاکویل پلان په افغانستان کی دچا سره شریک شوی دی او یا د چا په سلا جوړ شوی دی ، خو دبعضو اظهاراتو نه څرګندیږی چی په دی پلان کی به څوک ښکیل وی . د مثال په توګه احمد ضیأ مسعود او محمد محقق ویل دی چی په افغانستان کی نور څه امکان نلری غیر له دی چی دا پلان عملی شی . په افغانستان کی اوس فقط طالبان له طالبانو سره خبری کوی . د افغانستان ولسمشر طالبان وروڼه بولی او له خبرو نه یی څرګندیږی چی هغه د طالبانو سره تړاو لری . ثبوت یی دادی چی له یوی خوا کرزی غواړی طالبان په حکومت ور شریک کړی او له بلی خوا د بګرام په بندیخانه کی چی کوم طالبان ناست وه زیاد یی د کرزی په زور له بنده ایله شوه . اوس چی د بګرام بندیخانه و افغانستان ته ورتسلیم شوه ، په ډیر لږ وخت کی به یو طالب هم هلته پاته نشی . احمد ضیأ مسعود اضافه کوی چی په افغانستان کی حمید کرزی زموږ لپاره یو لوی پرابلم دی . تر کومه وخته چی دا پرابلم له منځه ولاړ نه شی ، په افغانستان ارامی ممکن نده . د احمد ضیأ مسعود له خبرو نه داسی اخیسته کیږی چه د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ددی خلکو له ګواښ سره مخامخ دی . احمد ضیأ مسعود وایی : په کال ۲۰۱۴ کی ټولټاکنی دی . موږ به تر هغه وخته یو وړ کس و ټولټاکنو ته ور وپیژنو. که موږ ټولټاکنی وګټلی ، د بلاکویل پلان به د »پلان بي« پر ځای د اړتیا تر وخته پوری پاته وی ، او که موږ ټولټاکنی ونه ګټو نو بیا د بلاکویل د پلان عملی کیده ضروری دی . عبدالرشید دوستم وایی : موږ یو ځل طالبانو ته ماته ورکړیده او بیا یی هم ورکولای شو . که دپښتنو اوزموږ په مابین کی ویش وشی ، زه و ټولو ته وعده ورکوم چی یو طالب او یا پښتون به هم ونه توانیږی چی موږ له ګواښ سره مخامخ کی . دوستم وایی زه یو عسکر یم او زما دنده به داوی چی خپلی پولی د دښمنانو له یرغل نه وساتم .

طالبانو هم خپل وارغبرګون ښکاره کړی دی او په لمړی ګام کی یی و روسیی ته اخطار ورکړی دی . هغوی ویلی دی چی مسکو باید پوه شی چی په اتیا کلونو کښی د هغوی مداخله په افغانستان کی د شوروی د ټوټه کیدو سبب و ګرځیده . که مسکو غواړی چی بیا دداسی ناورین سره مخامخ نه شی ، باید له افغانستان نه لاس واخلی او زموږدهیواد دښمنان نور پیاوړی نه کړی .

محترمو لوستونکو او د ګران افغانستان مینانو ! تاسو ته مالومه ده چی زموږ ګران هیواد په تاریخ کی څو څو ځله دداسی شومو ګواښونو سره مخامخ شوی دی اود وطن میړنو زموږ پلرنی هیواد د پردیو له منګولو نه خلاص کړی دی . دا وطن زموږ ابایی میراث دی او د هر افغان وظیفه ده چی هر یو د خپل توان سره برابرددی هیواد د یو والی په ساتنه او استقلال کی برخه واخلی . د ډیورنډ دکرښی ناورین چی په کال ۱۸۹۳ کی را منځ ته شو ، تر اوسه د هر افغان په سترګو کی اغزی دی . مه پریږدی چی دډیورنډ دکرښی په بغل کی د بلاکویل او یا ایلوډ کرښه هم اضافه شی . سرونه را پورته کړی ، سترګی خلاص کړی او غوږونه پورته ونیسی ، تر څو د وطن ددښمنانو په شومو پلانونو خبر شی او دهغو په مقابل کی کلکی مبارزی وکړی . زه یقین لرم چی هر وطنپال که پښتون وی ، ازبک ، تاجک او یا هزاره ، د وطن د يووالی لپاره هر یو د خپلو امکاناتو سره برابر مبارزه و کړی ، هیڅ یو کسی به ونه توانیږی ، چی دافغانستان قومونه یو له بله سره بیل کړی او یا یو افغانستان پر څو افغانستانونو وویشی . و من الله توفیق

Copyright Larawbar 2007-2024