کور / خبرتیا او پيغامونه / پرکندهار کابل لوی لار ټرافيکي حادثې له امله ګډه اعلاميه

پرکندهار کابل لوی لار ټرافيکي حادثې له امله ګډه اعلاميه

په ډېر غم او خواشينۍ سره د غزني په پرونۍ ترافيکي پېښه کې د کندهار ولايت پنځو تنو ځوانو خبريالانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

په دغه خونړۍ پېښه تېره ورځ د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني ولايت د اب بند ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ د يوه ٣٠٣ مسافر وړونکي موټر او يوه ټېلر د ټکر په پايله کې رامنځته شوه، چې پکې ٥٣ تنه مسافر ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.

د کندهار ولايت د سيمه ييزو راډيوګانو پنځه تنه ښځينه او نارينه خبريالان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) او يونيسيف له خوا کابل ته د يوې اوونۍ لپاره د ماشومانو په اړه د راپور ورکولو د يوه روزنيز ورکشاپ په موخه غوښتل شوي وو، چې تېره ورځ د بيرته راتلو پر مهال يې په ترافيکي پېښه کې له لسګونو نورو انسانو سره يو ځاى يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په مړو شويو کې شاعر، خبريال او د وړانګې راډيو د خبرونو د څانګې مسوول سيداغا وطنيار، د کندهار نى د ساحوي دفتر ټرېنر عبدالستار همدرد، د هېواد ټلويزيون پخوانى کېمره مېن وحيد الله انوري، د څانګې راډيو خبرياله ستاره حيا، د مېرمن راډيو او پلار پروډکشن کارکوونکې وصيله نظري او د هغې مور او وړه خور شامل دي.

کندهار پريس کلب او د دې ولايت ټول خبريالان دا د ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د ژورناليستانو لپاره يوه بې سارې دردوونکې پېښه ګڼي، قربانيانو ته د ستر څښتن (ج) له دربار څخه جنتونه او دوستانو ته يې د زړه صبر غواړي.

کندهار پريس کلب له حکومت او پارلمان څخه په ټينګه غوښتنه کوي، چې د احمد شاه ابدالي بس ټرانسپورټ د مسوولينو د محاکمې او د دغه شرکت د تړل کېدو لپاره ژر تر ژره لاس پر کار شي او د پېښې دقيقه پلټنه وکړي.

دا لومړى ځل دى نه دى، چې احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ د انسانانو ژوند اخلي، بلکې تر دې وړاندې يې هم په ګڼو خونړيو پېښو کې د خلکو ژوند اخيستى او د هغوى له ژوند سره يې لوبې کړې دي.

کندهار پريس کلب دا غوښتنه هم کوي، چې دغه شرکت بايد له نړيوالو اصولو سره سم ټولو قربانيانو او په ځانګړې توګه د ژورناليستانو کورنيو ته د هغوى د سر تاوان ورکړي.

په پاى کې له اړوندو ادارو په ټينګه غوښتنه کېږي، چې په راتلونکې کې ددغه راز دردونکو ترافيکي پېښو د نه تکرار او مخنيوي په موخه منظم پلانون جوړ او د عملي کېدو لپاره يې کوټلي ګامونه واخلي.

په درناوي

کندهار پريس کلب او کندهار مېشتي خبريالان
د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورناليستانو ټولنه
په ختيځ زون کې د سفما مطبوعاتي دفتر
د ژورناليستانو له حقوقو څخه د ملاتړ ټولنه