د ناټو بمبارۍ لس ښځی شهیدانی کړې
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی لیکی چی نن سهار وختی د ناټو الوتکو د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کی هغه مهال لس ښځی او نجونی بمبارد او شهیدانی کړې چی لرګي او بوټی یې ټولول . په دې هوایی حمله کی اووه نوری ښځی او نجونی زخمیانی سوي دي .
وروسته ځایی خلکو دا جسدونه د والی دفتر ته یووړل تر څو دا ورته ثابته کړی چی هغوی ملکی انسانان خصوصأ ښځی دي . دغو خښمېدلو او غم ځپلو کسانو شعارونه ورکول چی « مرګ پر امریکا ! » په زخمیانو کی آن یوه لس کلنه نجلۍ هم شامله ده چی هغوی یې روغتون ته انتقال کړي دي .
ناټو لومړی په افتخار سره وویل چی موږ په دې سیمه کی ۴۵ طالبان بمبارد کړل او له منځه مو یووړل ، خو وروسته چی په اصلی قصه خبر سول ، اوس وایی چی موږ به تحقیقات وکړو .
داسی ښکاری چی امریکایی ځواکونه د روانو پیښو او پرمختیاوو له امله خښمېدلی دي ، او ځکه نو د ملکی انسانانو خصوصأ ښځو او وسلوالو کسانو توپیر نسي کولای .