افغان پولیسو ۴ امریکایی پوځیان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 16th, 2012


رویټر خبري آژانس په خپل تازه راپور کی وایی چی نن په زابل ولایت کی د افغان امنیتی ځواکونو او بهرنیو پوځیانو په یوه ګډه عملیاتی پوسته کی شپږ افغان پولیسو پر شپږو بهرنیو پوځیانو حمله وکړه چی له امله یې څلور بهرني پوځیان ووژل او دوه نور یې سخت زخمیان کړل . په دې جنګ کی یو افغان پولیس هم وژل سوی او متباقی پنځه په تیښته بریالي سوي دي . یو محلی چارواکی وویل چی هغوی ټول امریکایی پوځیان وو .
پرون هم یو افغان پولیس په هلمند ولایت کی دوه بهرني پوځیان وژلي وو چی هغوی دواړه برتانویان وو . خبر زیاتوی چی سږ کال افغان امنیتی ځواکونو ۵۱ بهرني پوځیان وژلی دي چی دا هغوی ته یو ستر داخلی مصیبت دی چی مخنیوی یې نسي کولای .

Copyright Larawbar 2007-2024