کور / ترخې خبري / آیا دا د پردی تر شا کومه دسیسه خو نه ده؟

آیا دا د پردی تر شا کومه دسیسه خو نه ده؟

تیره ورځ د څلورو پیژندل شویو کاندیدانو هر یو بسم الله محمدی د دفاع وزارت لپاره، اسدالله خالد د ملی امنیت د ریاست لپاره، مجتبی پتنګ د کورنیو چارو وزارت لپاره او عزیزالله دین محمد د قبایلو چارو وزارت لپاره نوماندان او ولسی جرګی ته معرفی شوی وو.
د کرزی صیب مصلحتی حکومت خو هسی هم د دی ولس زړه خوړلی خو دا ځل د توکیو د پریکړی څخه وروسته کله چی کرزی صیب هیواد ته راستون شو نو یو ځل بیا د خپل ولس سره ژمنه وکړه چی فساد به له منځه وړی، یو وړ او اهل حکومت رامنځته کوی او د هغه د ژمنی په اساس تمه کیده چی اوس کار به اهل کار کسانو ته سپارل کیږی، نو یو ځل بیا د مظلوم ولس د هیلو غوټی وسپړیدل او کله چی بیا نو وردګ صیب او محمدی صیب د ولسی جرګی له لوری خپل چوکی له لاسه ورکړی نو د ولس لا نور هم پر کرزی او ولسی جرګی اعتماد زیاته شوه نو اکثره به دا سوچ کول چی اوس که خیر وی هیواد مو جوړیږی.
خدایه دا څه لوبه روانه ده زما د دی مظلوم ولس سره، زما د ملیونونو شهیدانو د وینو سره، د یتیمانو د اوښکو سره، د کونډو، رنډو او بورو میندو د ناهیلیو سره، دا کومه لوبه ده؟
برتانیه راته (سی پلان) جوړوی او امریکه راته د (بی پلان)، او دننه په هیواد کی ارګ، پارلمان او مخالفی سیاسی ډلی د خپل شخصی ګټو په خاطر ملی ګټی تر پښو لاندی کوی او هر یو د خپل پایښت پخاطر بیل بیل نظریی ورکوی او په دی ولس یی تطبیقوی.
زمونږ شرقی، غربی او شمالی ګاونډیان بیا د خپل هیواد د سیاسی، اقتصادی، ټولنیزی او کلتوری ګټو د ساتلو لپاره د (سی او بی) پلانونو پلوی کوی او پلان جوړونکو سره چک چکی وهی اوپه داسی حال کی زمونږ په هیواد کی د پلی کولو لپاره لیواله دی چی ګواکی دا د نظامونو د پلی کولو لابراتوار او د ازمایښت ځای دی.
ای د خلکو په کور کی ناست استازیو!
تاسو خو بسم الله محمدی په دی تورن کړی وو چی ګواکی خپل وزارت کی فساد رامنځته کړی، قومیت او سمت پرستی کوی، د کابل او ولایتونو امنیت لا پسی ګډوډ شوی. نو بیا ؟؟؟ د کوم سند پر اساس تاسی دا ومنله چی ګواکی په دفاع وزارت کی به ددی کار څخه ډده کوی او داسی نوری پیښی به نه رامنځته کیږی؟. اوریدلی می دی چی اسدالله خالد په نړیواله کچه په هغه لست کی دی چی شخصی زندانونه یی درلود او د بشر د حقوقو د سرغړاوی په تور تورن دی، او حاجی صیب دین محمد چی د کرزی صیب په حکومت کی تر ډیره بریده دندی اجرا کړی ډیر فعال سړی نه وو نو نن به دا دروند بار څنګه اوچت کړی وای؟ د مجتبی پتنګ خو لا وایی چی مسلکی سړی دی، خدای دی وکړی چی داسی وی.
خو ولی کرزی صیبه؟ آیا دی هیواد کی نور داسی وړ کس نشته چی ولسی جرګی ته د باور تر لاسه کولولپاره دی ورپیژندلای وای؟ ولی هغه کسان چی اصلا دا حکومت نه اداره کولی شی او نه هم د اداره کولو کوم وړتیا لری او خپل ازمایښت یی هم ورکړی بیا په دندو ګماری؟ دی هیواد او دی ولس سره جفا کوی، افغانستان خو ستا له دی لس کسه کابینی جوړ نه دی نورو کدرونو او ظرفیتونو ته وخت ورکړه او د هغوی څخه ګټه واخله، ولی په حکومت کی دی یو نوی او رښتینی د کار وړ کسان نه ګوماری؟ څو پوری به دا ولس په دی کړاو کی ترخی ورځی او شپی سبا کوی؟ څو پوری به د ولس او نړیوالو په سترګو خاوری شیندﺉ؟ حکومت میراثی نه ده چی کله ورته د داخلی وزارت ورکړی او کله د دفاع، کله ولایت ورکړی او کله هم د ملی امنیت ریاست، دا زما د پښتون، هزاره، تاجک، ترکمن، نورستانی، پشه یی او نورو قامونو کور دی او دی کی د هر یو حق دی څوک چی وړتیا ولری هغه دی باید وګمارل شی.
صیبه ! دا هیواد د زړه سواندو ډک دی خو تاسی یی نشی لیدالای دا هیواد له ډیرو کدرونو ډک دی خو تاسی جناب دوی ته وخت نه ورکوی آخر ولی او تر کومه دا ولس ځوروی؟
بیا نو زما ولسی جرګه! زما استازی ! زما آواز او زما په کور کی ناست ښاغلیه او آغلیه! ما (ولس) خو په تاسو ډیر حساب کړی وو، تاته می خپل واک درکړی ته خو زما له لوری فیصلی کوی، ولی زما (ولس) او خپل تر منځ واټن جوړوی؟ ولی پر خپل مخکنی فیصلی ملنډی وهی چا نه چی تا پر کونړ د راکټونو د راتلو له سببه، په وزارت کی د بی کفایتی او د ژبنی تعصب په خاطر خپل اعتماد واخیسته نو د کومی بلی شایسته سالاری له وجهی دی بیا ورته د باور رایه ورکړه، اعتماد دی پری وکړ او خپل مخکنی تصمیم مو غلطه ثابته کړه نن خو تا هم خپل ارزښت په خپل ولس کی له لاسه ورکړه.
زما په نظر دا د پردی تر شا یو سازش او خپلمنځی پټه پریکړه ده تر څو همدغه خونخوارو د جمهوری ریاست د انتخاباتو تر رسیدو یو ځل بیا ځانونه تیار کړی چی پر دغه مظلوم ولس ظلم لړی دوامداره وساتی. ای زما ګرانه هیواده یو ځل بیا د کلونو لپاره به په تیارو کی وساتل شی.
بشر دوست صیبه! تاسی هغه خبره په هغه ورځ می ډیر خوښ شو چی دا دوه کسان مو سلب اعتماد کړه او ومو ویل: ( ریس صیب ولسی جرګه در طول ریاست تان امروز معاش تان هلال شد) له همدی وجهی خدای شته پروګرام می تر آخره په ډیره مینه وکتل ځکه زمونږ اتلان ریښتینی فیصله یی کوله مګر ګران رمضان بشردوست صیبه، هغه معاش خو بیرته حرام شو. ستا ارمان نیمګړی پاتی شو.
دداسی یو پاک، سوچه، روڼ او شفاف حکومت په هیله چی د هر افغان د زړه ارمان پکی پوره شی او هر څوک د خپل ماضی عادلانه مکافات او مجازات واخیستلای شی او په خپل راتلونکی او مستقبل باندی باوری وی او سکون ولری.
په مننی سره.