کور / تازه خبرونه / د روسيې ولسمشر پوتين نوی واده کوي

د روسيې ولسمشر پوتين نوی واده کوي

له سويډي اوروسي ژباړونکي : حبيب الله غمخور    Сергей Топольليکوال : سيرگې توپل




پرون داپريل پر ۱۷ مه دسويډن ((مترو)) ورځپاڼي په خپل ۱۶ مخ کي يوکوچنۍ خبر چې دپوتين اودهغه دراتلونکی ميرمني  په هغه عکس چې دجمناستيک په حال کې ده ښکلی کړی وه خپورکړ .


په خبر کي راغلي چې دروسيې تر ټولودقدرت خاوند(مقتدر) نارينه  غواړي  ديوې ۲۴ کنلې انجلۍ سره چې په جمناستيکی لوبوکې ډيره وتلې اومشهوره ده سره لدې چي تر پوتين ۳۱ کاله کشره ده واده وکړي .


۵۴ کلن پوتين په نظر کي لري  دروسيې دجمناستيکی لوبوديوې پخوانۍ  پياوړي اومشهوري  لوبغاي الېنا کبايوا((Alina Kabajva))سره واده وکړي .


دمسکوسکي کرسپندينت  خبري اژانس داپريل پر ۱۱  په خپورشوی خبر کي داخبر يوډير جالب  اوحيرانونکی بللی اوداواده ئې دقرن دواده په نامه نومولی دی راغلي : زموږ معلوماتی منبع خبر ورکوي چي يوري ولاديمير ويچ پوتين دوې مياشتي پخوا له خپلي پخوانۍ کوروداني څخه جلاشوی دی . دپوتين په پاسپورټ کي چې له پخوانی ښځی نه جلاشو دسانکت پتربورگ (ليننگراد) دښاردمحاکمې لخوادفبروي  په مياشت کي مهر لگېدلۍ دی .


په هر حال راتلونکې ناوې  الېنا کبايوانه يوازي داچي هغه دالمپيادسياليودجمناستيکی لوبوقهرمانه ، ډېره ښکلې اودعالي استعدادلرونکې ده بلکي هغه سياستواله هم ده ،هغه دروسيې په پارلمان کې دواحدي روسيې دسياسي گوند استازې ده . هغه په پارلمان کي دځوانانوسره کاردکميسيون دریيس مرستياله او ددې سره تر څنگ ئې نوري دناي هم پر غاړه دي . موږ  ونشوه کولاي دهغې سره پدې هکله خبري وکړو،زموږ دپوښتنې په ځواب کې دهغې  مطبوعاتي سکرتر ډير تنداو دنه جواب راکړی . داچي يوري ولاديميرويچ پوتين ديو سالم سړي په توگه  د ښکلوسپورتمينانو انجونوپه مقابل کي بې تفاوته ندی دهغه نږدې چاپيريال پرې ښه پوهيږي .


داسي فکر کيږي چې ممکن دپوتين او الېناکبايواتر منځ دواده مراسم به دجون دمياشتي پر ۱۵ نېټه دسانکت پتربورگ د ښاردکوستانتينوف په قصر کي تر سره شي . تر اوسه دامعلومات نشته چي دواده په مراسمو کي دگډون لپاره څومره کسانوته له کوموځايونه بلنه ورکړه شوې ده .