خيبر اېجنسي: د دوو ډلو د ډز بندۍ وروسته بيا امنيت او…

د لراوبر اداره | اپریل 18th, 2008


 په خيبرايجنسۍ کښې ددووچپو اودښمنوډلو ترمينځ دډزبندۍ او روغى جوړى دټينګولو له پخو لوظونو او ژمنو وروسته يوځلى بيا امنيت او سلحه رامنځته شويده او دغه راز ددوو ګاونډيوړ اواسلامي هيوادون افغانستان او پاکستان ترمنځ پرته لوه لاره دخلکو اوټرافيک دتګ راتګ پخاطر يوځلى بيا پرانستل شويده له سيمى څخه په رارسيدلى يوه تازه راپورکښې ويل شوي چې په خيبر ايجنسۍ کښې په پنځو ورځو خطرناک تاوتريخوالۍ او يو لړوسله والو نښتو وروسته دواړه دښمنى ډلى دامن او روغى جوړى دژمنو په لاسليک کولوسره رضامنى شوى او دواړوخواوو موافقه سره وکړه چې وروسته له دى به دسيمى امنيت سوله ايز حالت نه ګډوډوي اوس مهال دپوخ اوپياوړى امنيت په رڼا کښې کاروباريانو او روزګاروالا خلکو خپلۍ هټۍ او کارځايونه بيرته کړى اوهيڅ انديښنه وجود نه لري دجمرود بازار بيرته دسوله ايزکار اوژوند معمول ته راګرزيدلى ديونړيوال باورى خبرځاى ترمخه په افغانستان کښې ميشتودناټوځواکونو ته تيل رسوونکى لارى اودغذايى اوخوراکى موادو څخه ډک په سلګونو ګاډى دطورخم له سرحدى پولى څخه افغانستان ته اوښتى دى دافغان کډوالو او دسپرليو دتګ راتګ لړى پيل او ښه په درز کښې روانه ده دخيبر ايجنسۍ په شاکس کښې دکوکى خيل قبائيلو او دمذهبى تنظسم لښکراسلام دمشر منګل باغ ترمينځ دروغى جوړى جرګه وشوه او په جرګه کښې دواړه خواوى دامن اوسولى په راټينګولو سره صلاح شول چې دروغى جوړى او امن دتړون په رڼاکښې دجمرود له سيمى څخه دمنګل باغ وسله وال وګړى بيرته په باړه کښې خپلو پخو انيو مورچو ته ورستانه شويدي.


بل خوا – دډيره بګټى دنوبانو کهانى په سيمه کښې دامنيتى ځواکونو روان ګاډى په يوه ښخ وشى ماين سره ولګيدو چې دنوموړى ماين سره دټکر په پايله کښې دوه امنيتى کارکوونکى سملاسى مړه او دوه تنه نور سخت ټپيان شول دهمدى سيمى څخه ديو عينى کتونکى ترمخه رامنځته شوى پيښى ټپيانن په سمدستى توګه دتداوۍ او علاج پخاطر روغتون ته رسول شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024