کور / تازه خبرونه / د پنجاب ايالت نوی وزير د باور رايه او د قاضي حسين احمد سره …

د پنجاب ايالت نوی وزير د باور رايه او د قاضي حسين احمد سره …

 دپنجاب ايالت نوى اومنتخب وزيراعلى دوست محمد کهوسه له ايوان څخه دباوررايه ترلاسه کړه دايوان ٢٦٤ غړو ورته دباور رايه ورکړه دباور درائي دګټلو څخه وروسته سپيکرنوى وزيراعلى ته مبارکى وويله دباور او اعتماد درائي له ترلاسه کولو وروسته دپنجاب منتخب او نوى وزيراعلى دوست محمد کوسه لنډى شان خبرى وکړى او داسمبلۍ له غړو څخه ئي دباور درايى په ورکولو ورڅخه زياته مننه او کورودانى څرګنده کړه.ده  دخپلو خبرو په يوه برخه کښې وويل چې دفرورى پراتلسمه په آمريت او زروواکۍ باندي يو کلک ګوزاروشو اودنن ورځى ګټل شوى جمهوريت هم په آسانۍ سره ندى ترلاسه شوى. ده نوازشريف،آصف زردارى، شهبازشريف او شهيدى بينظير بوټو ته دنيکو هيلو  اواحساساتو زبردستى پيرزوينى وړاندى کړي دپنجاب وزيراعلى دسياسى کارکوونکو، وکيلانو اودخبرى رسنيو داستازو او ژورناليستانودنه ستړى کيدونکى زيار اوهڅو ستاينه وکړه. ده وويل هيله من يم چې اوسنى ګډاو وګړنيز حکومت دعوامو او اکثريت پرګنوخدمت وکړي اودډيرۍ خلکو کشالى او ستونزى له هوارى کړي ده دوزير اعلى دکور بورجه دپخوا په نسبت ٧٠ فيصده لږه اعلان کړه دو زياته کړه چې ټول ايالتى وزيران دخپلو ا ړوندومحکمو بشپړ مسووليت په غاړه لرى اوټول وزيران به دلوره مسووليت په درکولو سره خپلى ورسپارل شوى دندى ترسره کوي. ده زياته کړه چې دقومى خزانى دلوټو نکو سره به احتساب وشى دغه راز په همدى همال دپنجاب ايالتى کابينى بيګاره ماښام دوفادارۍ لوړه پرځاى کړه دباورى خبرځاى ترمخه دپنجاب په ايالتى کابينه کښې به په لومړى پړاؤ کښې ١٨ وزيران برخه واخلى.


بل خوا ته – دپاکستان داسلامي جمهوريت دلومړى وزير دکورنيو چارو صلاحکار رحمان ملک پروان دهېواد په پلازمينه اسلام آباد کښې دپاکستان دجماعت اسلامي دلارښود قاضى حسين احمد سره ليدنه کتنه او خبرى تر سره کړي پدى مهال دخپلو خبرو په ترځ کښې قاضى حسين احمد ويلى دى چې په هېواد کښې به دهميشۍ سولى او پوخ امن دټينګولو لپاره له موجوده حکومت سره خپله مرسته همکارى جارى ساتم خو حکومت دى هم خپلى پاليسى اوتګلارى باندى ژور خيال ساتى دنوموړى کتنى په پاي کښې دجماعت اسلامى ا مير قاضى حسين احمددکورنيو چارو لپاره دصدراعظم دصلاحکار دترى تم شوووګړو دلټون اوموندلو پخاطر دسملاسى اوعملى ګام اوچتولو غوښتنه وکړه او په قبائيلى سيمو کښې دى زياتى روان پوځى عمليات پاى ته ورسوى او سيمو له ميشتو خلکو سره دى سوله ايزى خبرى پيل کړل شى.