کور / تازه خبرونه / د اطلاعاتو وزير ويلي چي اوس به پخپله د ځان چاري پر مخ بيايي

د اطلاعاتو وزير ويلي چي اوس به پخپله د ځان چاري پر مخ بيايي

دصوبه سرحد [ پښتونخوا ] داطلاعاتو وزير سردار حسين بابک ويلي دي چې اوس به نيښانه په خپله دځان چارې پرمخ بيايې دجبر توره شپه به په ګډوهڅو سره صباشي په غنى ډيرى ضلع چارسده کښې يوې دستورې ته دوينا پرمهال ايالتي وزير زياته کړه چې اوس دظلم او تيارو دور مخ په ختميدودى او پښتو قوم چې له ډيرې اوږدي مودې څخه دبې وزۍ سره مخامخ دى اوس دبي وزلۍ دورمخ په ختميدودى دپښتوفلسفي شاعر غني خان ته دعقيدت ګلونه وړاندي کولو سره ايالتى وزير وويل موجوده حکومت به دقومى شاعرانو ادبيانو او نورونامتو شخصيتونو خدمتونوڅخه درسنيو دلارې ولس خبر کړي.


بل خوا ته – دپاکستان لوى څارنوال (اټارني جنرل) ملک قيوم ويلي دي چې په انتخاباتو کښې دګريجويشن شرط امتيازى دى ددې له امله په سلو کښې اووه نيمى رايې اچونکې اغيزمن کېږي په ستره محکمه کښې انتخاباتو کښې دګريجويشن شرط په هکله وړاندې کړل شوې درخواست دسماعت پرمهال لوى څارنوال په هېواکښې دګريجويټ وګړو دشمير په هکله رپوټ وړاندې کړچې ترمخه يې په هېواد کښې ٢٥ لکه ٤٣ زره هېوادوال دڅورلسم ټولګي څخه دفارغت اسناد لري.