کور / تازه خبرونه / دلوړو زدکړو کميسون دي دتيرحکومت دتعليمي چارو جاج واخلي

دلوړو زدکړو کميسون دي دتيرحکومت دتعليمي چارو جاج واخلي

 دپېښور پوهنتون داستاذانو اتحاديې( يونيورسټي ټيچرز ايسوسي ايشن) غوښتنه کړيده چې حکومت دي دماډل يونيورسټي ارډنينس ختم کولوسره دسرکاري پوهنتونو يوځي مشران ګوښه کړي داتحاديې مشر مطبوعاتي کنفرانس ته وويل دلوړو زدکړوکميسون دي دتيرحکومت دتعليمى چارو جاج واخلي اوداستاذانو او د ذده کوونکو سازمانونو ته دي دکارکولو اجازه ورکول شي داتحاديې مشر ډاکټر اربار افريدي دبلوچستان پوهنتون ريټائر پوځي رئيس له دندې ګوښه کولو غوښتنه هم وکړه.


بل خوا – دصوبه سرحد دلوبو او کلتور وزير سيد عاقل شاه ويلي دي چې داوسني حکومت لمړنى هدف په صوبه کښى دترهګرۍ له منځه وړل او دامن تينګښت دى دترهګرۍ له منځه وړلو لپاره جرګې جوړوو ګورنمنټ  هائى سکول پيښور کينټ کښى يوي دستورى ته دوينا په ترڅ کښى ايالتي وزير زياته کړه چى  دبا چاخان او ولي خان پر لاره تګ کولو سره به د ولس داميدونو استازيتوب کوم ايالتى وزير دخپلو خبرو په دوام سره ويلى  دى  چې  دزور څخه کار اخستلو له امله ستونزې نورى هم زياتيږي  موجوده ستونزې  دتير حکومت له پاتي شونو څخه دى زما دکور او دفتر دروازي تل دخوار او بي وزله خلکو پرمخ پرانستي دي.