نن ماځيګر په کنړ کي ځانمرګی بريد وسو

د لراوبر اداره | سپتمبر 18th, 2012


طالبان ادعا کوي چي په کنړ کې د ځانمرګي بريد له امله ۱۱ امريکايي عسکر وژل سوي او ۸ ټپيان شول .
ذبيح الله مجاهد وايي نن مازديګر پنځه بجې دکونړ ولايت وټپور ولسوالۍ شاميرکوټ سیمه کې پر هغو امريکايي عسکرو برید ترسره شو چې په سيمه کې دخپلو اکمالاتولپاره دجوړشوي استحکام پُل په انتقال بوخت وو .
د طالب وياند په وياند په وينا د بريد د پرزو له امله په سيمه کي يو دکاندار هم وژل سوی دی .
د کنړ چارواکو پېښه تاييد کړې او وايي چي په بريد کي يو دکاندار وژل سوی او زوی يې زخمي دی ، دغه ډول د ۳ ناټو پوځيانو زخمې کېدل تاييد کړيدي .

Copyright Larawbar 2007-2024