کور / کتاب / دخوست پيژندنې په نوم نوى کتاب چاپ شو

دخوست پيژندنې په نوم نوى کتاب چاپ شو

په دغه کتاب کې دخوست ولايت ستراتيژيک موقعيت اوسني پرمختګونه ،تاريخي اثار ،لاسي صنايع اوقومي جوړښتونوته ځغلنده کتنه شوې اوپه انځوريزه بڼه چاپ شوى چې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په هدايت اومالي لګښت سره چاپ شوى دى او دخوست خلکو لخوا يې تود هرکلى وشو.

د خوست پيژندنې په نوم چاپ شوي کتاب په وياړ او د تاريحي اثارو د خونديتوب په موخه د مېلمستون په ودانۍ کې پراخه غونډه وشوه ، په دې کتاب کې د خوست ولايت تاريحي اثار ، ټولنيز ژوند ، مشهور ځايونه ، پخواني پياوړي دودونه ، نوميالي شخصيتونه ، تاريحي پيښې ، قومي جوړښتونه او د تيرو لسو کالونو په لړ کې د امنيت ، بيارغونې ، پوهنې او نورو برخو کې شوي پرمختګونه په (١٢٩) مخونو کې په انځوريزه بڼه ښودل شوي دي .

خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د وينا پرمهال د تاريحي اسارو د خونديتوب او د کتاب د ارزښت په اړه وويل چې له دې لارې ولسونه کولى شي د علم لوړ هدف حاصلولو ته ځان ورسوي او خپل راتلونکى روښانه کړي .

ښاغلي نعيمي په خوست ولايت کې په لوړه کچه د علمي کدرونو د شتون خبره وکړه چې کولى شي په ورته شکل علمي او معلوماتي هڅې ترسره کړي او په دې سره د خوست ولايت حقيقي او رښتونى انځور خلکو ته وړاندې کړي .

نوموړي همداراز وويل چې د انسان ترټولو صميمي ملګرى کتاب دى چې د انسان ژوند ته پرمختګ ورکوي او له بدبختيو يې ژغورلى شي نو په همدې اساس بايد د ټولنې هرفرد د علم زده کړې ته مخه وکړي .

ورپسې د شيح زايد پوهنتون رئيس پوهندوى محمد رسول باوري ، د ميرمنو په استازيتوب د ولايتي شورا وکيلې زهره جلال ، مفتي حبيب الرحمن ، استادانو او او ليکوالانو د ويناو پرمهال د چاپ شوي کتاب په ارزښت خبرې وکړي او دغه کتاب يې په خوست ولايت کې د پخوانيو دودونو ، قومي جوړښتونو ، تاريخي اثارو خونديتوب ،اوسنيو پرمختګونوته ښه انعکاس او دولسونو ديووالي په برخه کې اغيزمن وباله .

دوى زياتوله چې دخوست پيژندنې کتاب دليکوالانو لپاره يو پياوړى بنسټ تشکيلوي ترڅو په راتلونکې کې پاتي شوي تاريخي اثار هم راټول شي اودخلکو داستفاد وړ وګرځي ،همداشان يې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي هم مننه وکړه تل يې دنورو پرمختګونو ترڅنګ دعلم زده کړې اوګټورو کتابونو چاپولوته مخه کړې ده.