د کاکل کنډو
زه به ذکر ستا د اوښکو په تسبوکړم
سجده به ستا د شونډو په بوسوکړم
ستا په تور اوربل به وکرم ګلونه
ننداره به دی سپین مخ د اننګو کړم
ستا په مخ به توری سترګی کړم خالونه
وچی شونډی به دی غوړی په پیالو کړم
د زړګی بازار می بیا په غشو ولی
پیری به دی هجران په تورو شپو کړم
سور پیزوان یی د کاکل په کنډو بندکړم
سره بنګړی به یی قربان له مړوندو کړم
په سرو شونډو به یی ښکل د خولی ګلاب کړم
جوړ به ټال ستا د سینی په منارو کړم
د امین ځوانی به بیا راشی جانانه
که سر جګ زه خو دغم له زنګانو کړم
۱۹ حمل ۱۳۹۱