کور / تازه خبرونه / کرکيټ: هند له افغانستان څخه وګټله

کرکيټ: هند له افغانستان څخه وګټله

د شل اووريز نړۍ وال کپ دريمه لوبه د افغانستان او هندوستان ترمنځ په سريلانکا کي شروع کېدونکې ده.
د افغانستان کپتان نوروز منګل پچه وګټله او د بالينګ پرېکړه يې وکړه.
د نړۍ وال جام د شروع راهيسي تر اوسه دوې نوري لوبي سوي چي سريلانکا له زيمبابوې او اسټراليا له آيرلنډ څخه ګټلي دي.
د افغانستان په ملي لوبډله کي نوروزمنګل، اصغر ستانکزى، دولت ځدراڼ، ګلبدين نائېب، کريم صادق، نجيب الله ځدراڼ، شفيق الله، محمدنبي، محمدشهزاد، سمېع الله شينوارى او شاهپور ځدراڼ لوبه کوي.
د هندوستان په ټيم کي مهيندرا سينګ ډوني، ګوتم ګمبير، يوراج سينګ، ويريندر سېواګ، سورېش راينا، ويرات کولي، عرفان پټان، ظهيرخان، اشوين، روهيت شرما او بالاجي لوبه کوي.

شاهپور ځدراڼ د دريم اوور په اول بال ګوتم ګمبير پر لسو منډو اوټ کئ.
شاهپور ځدراڼ د پنځم اوور په لومړي بال وريريندر سېواګ هم وسوځاوه، چي ايله اته منډي يې کړي وې.
پنځه اووره تېر دي او هندوستان ٢٩ منډي کړي او لوبغاړي يې سوځلي دي.
د شپږو اوورونو تر تېرېدو وروسته هندوستان دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي او ٣٤ منډي يې کړي دي.
د يوولسم اوور په اول بال کريم صادق د هندوستان دريم لوبغاړى يوراج سينګ هم په داسي حال کي پورته کړ، چي هندوستان ٦٨ منډي کړي دي.
دولت ځدراڼ د هندوستان څلورم نفر ويرات کولي پر پنځوسو منډو په شپاړسم اوور کي وسوځاوه.
تر شپاړسو اوورنو وروسته هندوستان ١١٥ منډي کړي او څلور نفر يې سوځلي دي.
تر نونسو اوورونو وروسته د هندوستان څلور نفر سوځلي او ١٤٣ منډي يې کړي دي.
محمدنبي عيسى خېل په آخر اوور کي سورېش راينا پر ٣٥ منډو باندي وسوځاوه.
هندوستان په شلو اوورنو کي ١٥٩ منډي وکړې او پنځه لوبغاړي يې وسوځېدل.

د افغانستان د بېټينګ پر مهال شهزاد محمدي او نوروز منګل اوپنېنګ ته راووتل چي شهزاد محمدي په ١٦ بالونو کي ١٨ منډي وکړې او د بالاجي له خوا اوټ سو.
افغانستان خپل کپتان نوروز منګل په اتم اوور کي د يوراج سېنګ په بال باندي په داسي حال کي د لاسه ورکړ چي ٥٢ منډي جوړي سوي وې، نوروز منګل په ١٨ بالونو کي ٢٢ منډي جوړي کړې.
کريم صادق ، اصغر ستانکزى او سمېع الله شينوارى يو په بل پسې وسوځېدل او داسي معلومېږي چي افغان منډه جوړوونکي تر فشار لاندي دئ.
افغانستان په ١٣ م اوور کي ٧٧ منډي کړي دي، او پنځه لوبغاړي يې له لاسه ورکړي دي.
افغانستان په پنځلسم اوور کي شفيق الله شفق هم له لاسه ورکړ.
افغانستان خپل اووم ويکيټ د محمدنبي عيسى خېل له لاسه ورکئ، چي په ١٧ بالونو کي يې ٣١ منډي جوړي کړې. عيسى خېل تر نورو افغان لوبغاړو په فوم کي وو خو بخت ياري ورسره ونکړه.
تر اوولسو اوورونو وروسته ١١٩ منډي جوړي سوي او ١٧ اوورونه تېر سوي دي.
افغانستان خپل شل اووره پوره نکړل، په داسي حال کي چي درې بالونه لا پاته ول، ١٠ سره نفر يې وسوځېدل او ١٣٦ منډي يې تر سره کړې.
د افغانستان بالران ښه وځلېدل، خو بېټسمينانو يې بيا هم ډېري تېروتني وکړې او يو په بل پسې وسوځېدل.
د افغانستان راتلونکې لوبه له انګلستان هيواد سره ده.