کور / تازه خبرونه / د ناټو سرتيرو بيا پر ولسي وګړو ډزي کړي

د ناټو سرتيرو بيا پر ولسي وګړو ډزي کړي

دوه اولسي وګړي د ناټو ځواکونو د سرتيرو له خوا د کندهار په ميوند ولسوالي کي په ډزو ټپيان سوي او وروسته يې د نوموړو ځواکونو له خوا درملنه سوې ده ، دا خبره نن  جمعه له کابله د ناټو او ايساف د عامه اړيکو ددفتر له خوا د خبرپاڼي له لاري خپره سوې ده ، په خبرپاڼه کي دا نه دي ويل سوي چي ولسي وګړي په څه حال کي ويشتل سوي ، خو پر دې خبره ټينګار سوئ چي د ناټو ځواکونه هڅه کوي چي د ولسي وګړو د مرګ ژوبلي مخه ونيسي ، ناټو دا خبره په داسي حال کي کوي چي په کندهار او يو شمېر نورو سهيل لويديځو ولايتونو کي ولسي وګړي د ناټو سرتيرو له سلوک څخه سر ټکوي ، د کندهار ښار يوه اوسيدونکي ګلالي  لراوبر ته وويل چي دا لومړئ ځل نه دی چي خارجيان پر رايتي خلکو ټکان کوي ، د خارجيانو کاروان چي په يوه سيمه کي تر بريد لاندي راسي دوی په څونورو سيمو کي پر عامه وګړو ډزي کوي ، ګلالئ  وايي چي په پرله پسې ډول داسي پېښي تکرار سوي دي ، خو له هيڅ يوه خارجي څخه چا د افغانانو د ويني تويدني پوښتنه ونه کړه .