کور / کتاب / (بهوپال – د هندوستان پښتانه ) څېړنيز اثر چاپ شو

(بهوپال – د هندوستان پښتانه ) څېړنيز اثر چاپ شو


بهوپال-دهند پښتانه

بهوپال – د هندوستان پښتانه د صفيې حليم کتاب دى چې په هند کې د پښتنو په اړه ليکل شوى دى .

ددې کتاب توکي د بي بي سي له ځانگړو پروگرامونو جوړ دي چې اغلې حليم په هند کې د پښتنو په اړه چمتو کړي و .


ددې کتاب خپروندويه ټولنه وايي چې په هند کې د پښتنو د اوسني حالت په اړه دا لومړنى څيړنيز کتاب دى چې په هغه هېواد کې د پښتنو د ژوند د وروستي حالت په اړه ليکل شوى وي .


د سالنگ د کتاب خپرولو ټولنې دغه کتاب په ١٤٥ مخونو کې چاپ او خپور کړى دى .


په زړه پورې يې لا دا چې دهند پښتانه د سالنگ د ټولنې لومړنى کتاب دى چې دچاپي
بهير يې پرې پرانيست او د ISBN شميره ورکړل شوې چې په نړيواله کچه ددې کتاب باور او موندل شوني کوي .


افغانستان په دې وروستيو مياشتو کې د International serial book number يا
(ISBN ) دغه غړيتوب ترلاسه کړ _له دې وړاندې ددې هيواد اثارو دا شميره نه درلودله.


دا ښايي د جگړو له کبله له نړۍ سره د افغانستان شليدلي کولتوري اړيکي وو چې دې هيواد ونشو کړى چې دکتاب د خپرولو نړيواله شميره ترلاسه کړي.


په نورو هيوادونو کې د څو لسيزو راهيسې د کتاب د خپرولو شميره ډيره دود شوې ده .










ISBN يا د کتاب د خپرولو نړيواله شمېره
افغانستان په دې وروستيو مياشتو کې د International serial book number يا ISBN دغه غړيتوب ترلاسه کړ.


د سالنگ ټولنې په هغه يادښت کې چې پر دې کتاب يې ليکلى دى وايي چې بهوپال- دهندوستان پښتانه په افغانستان کې لومړنى کتاب دى چې دکتاب د خپرولو نړيواله شمېره يا( ISBN ) کارول کيږي .


دسالنگ دکتاب خپرولو ټولنې چې نوى په کار پيل کړى دى وايي چې دوى به له دې وروسته د کتابونو د چاپولو په برخه کې هغه ارونه په پام کې نيسي چې دinternational serial book number يې غوښتنه کوي .