کور / طنز / ژرمي حلال کړه چي درڅخه مردار نه شم!

ژرمي حلال کړه چي درڅخه مردار نه شم!

داد   ولو     هغه ټوکه وه چي دحلالېدو په وخت کي يې له جلاد سره کړي وه.


ولوماله نيږدې نه پېژاند، مګر داختراونوروزپه مېلو کي مي دهغه ټوکي ټکالي، سندري، په زړه پوری کيسې اوشعرونه اورېدلي دي،زه به ترهغو ورته ولاړوم چي څوبه دولو مېله ختمه شوه.


ولوبه تل ټوکي کولې خو دولو وروستۍ ټوکه دخيرواکا قوله هغه وه چي دحلالېدو په وخت کي يې له جلاده سره کړي وه .


  ولو چي نوم يې ولي محمد ووخوخلکوبه ولوکلېنرباله، ولودپاخه عمرخاوند،جګ نر ی ، ډنګر اودټولنيزژوندظا لمانه اړيکويې دمخ رنګ ښه ورتورکړی وو. ولو به همېش ښايسته،پاک او اوتوکړي کالي اغوستل، ښايسته پاک رنګ کړي تور بوټونه به يې پښوکول اوښه پاک سپېڅلی  به ګرزېد .


ولو به تل داسي ما لومېده لکه چي خاندي، ځکه دمخي پورتني دوه غاښونه يې ډېر اوږده اوله خولې څخه يې دباندي وتلي وو،که به ولو خپه هم وونوخلکوفکرکاوه چي ولو کلېنرخاند ي  .


دولو له نوم سره آن لا د تنکۍ ځواني څخه د ( کلېنر) ملګری شوی وه. ځکه پخوا چي به چا غوښتل  موټروان(ډريور)شي نو لا دځوانۍ له پيل څخه بيا به يې  دوېښتانوترسپينېدو پوري کلېنري کوله ترڅو موټروان شي . موټروان نه! بلکه مستري(دموټردتخنيک متخصص) به تري جوړېده کله چي به موټرخراب هم شو نوپه خپله به يې جوړولای شوای.


داچې ولودژوند ډېره برخه په کلېنري کي تېره کړي وه. کله چي موټروان هم شوخلکو به ولو کلېنر باله .


دولوموټر به په هفته کي يووار بازارته ،سوارۍ راوړې . کله چي به د ولوسروېس موټربازارته راورسېد آوازه به خپره شوه چی دولو موټرراغی، نودخلکوپه زړونو به دخوښي باران د اورېدل شروع کړل . له هري خوابه لويواو وړو دولودموټرخواته منډي وهلې اوله ولوسره به یې ستړي مشي کوله،دخلکوبه په تورو له ګردو ډکو شونډوخنداوي مېلمنې شوې، په بازارکي به داخترورځ جوړه وه ،په يوآن کي به دولو دراتګ خبره نيږدې کليو ته هم ورسېده اوخلک به دبازار په خوا رامات شول . داځکه چي ولو کلېنر به داسي په زړه پوري ټوکي ټکالي کولې هغه دچاخبره  مړه به يې خندول، دوړو او زړو به له خندا ورته په بډوګودرد وو،ولوپه يوازي سر


تيا تر جوړاوو.


سموارچيانواوهوټليانوبه کوښښ کا وو چي په درناوي سره ولو ته بلنه ورکړي،داله دې کبله چي  ټول خلک به بيا وواوترنيمي شپې پوري همهغه سماوارته ورتلل نو دهو ټلي او سماوارچي کاربه ښه جوړوو .


په رښتيادولو په راتګ سره به دخلکوديوې هفتې ستړياوي ورکي شوې . بيا به يې نوتربلي اونۍ پوري ترڅوچي به دولوموټر بيابازارته راتو، نوخلکوبه خپلي دژوند ورځنی چاري خورا په د لچسپي سره پرمخ ټېله کولې .


خلک به دولو راتګ ته داسي تږي اوسترګي په لار وو، لکه چي دکابل اوسېدونکي هندي سريالوته دي .


ولوخپلوټوکوټکالو،سندرو،ولسي اوانتقادي شعرونو،اتڼونه اوپه ځانګړي توګه دلاسواتڼ دومره مشهورکړی وو چي په ګاونډيو ولايتوکي هم ډېروخلکو پېژانداوخوراپه درنه سترګه  ورته کتل،اوکله چي به هلته ولاړنوخلکوبه مېلمستاوي په وار ورته کولې .


دولو شعرونه زما په ياد نه دي ،او خبر هم نه يم چي کوم چابه دده شعرونه ليکلي اوياراټول کړي وي اوکنه ؟خو يوه دوست مي دولودشعر يوبيت چې په ياديې وو،راته وويل :


چي سردار داود دجمهوريت په هکله يې ويلی وو.


(قاضي صاحب خپه دی


وايي وران مي طبعيت دی


راغلی جمهوريت دی


رشـوت خـوړلی نــه شـم 


رانــه پـاتـه خپل عـادت دی             


راغلی جمهوريت دی)


ولو ډېر زړه راکښونکی غږ درلود،کلهچي به په کوم کلي کي مېلمه شوهلته به ښه مېله جوړه وه،چي دماخوستن جَمه به وشوه نوټول ځوانان به په جومات کي سره راټولېدل  اود ولو ټوکو ټکالو،سندرو،دپيغمبرانواو ولیانودکسر آوازوته  به تر سپېده چاوده پوري غوږ وو.


داخترونو اونوروز مېلې به په ولومستي اوښايسته وې،ولوبه غبرګوډولونو ته داسي اتڼ کاوو چي بل چا هغسي اتڼ نه  شوکولی، دپښو په ګوتوکي به يـې رنګارنګ دسما لونه ونیولل اوپه لاسوبه ودرېده،نو به يې په حرکت پيل وکړداسي دسمالونه اړول، چاپه لاسوهم نه شوی اړولی،اوپه لاسوبه ګردچاپيره دخلکو ددايرې په منځ کي راوګرزېد،لاندي دلا سوپه منيځ کي به يې څڼـي اړولې  نودغه ننداره به خورا په زړه پوري وه، اوخلکوبه خپل احساسات  دلاسو په تړکولوسره ورته څرګندول .


نو بيابه په پښو راولاړشواوډومان به يې داسي دډولو وهلوته وهڅول ګومان به کېده چي ډولونه ماتوي، ولوبه ترهغوڅرخېدو چې ډول چيان به يې ښه ستړي کړل .


سل ګونه خلک به يې نندارې ته راټول شوي وه،په ننداره چیانوکې به  دولسوالۍ ټول مامورين، ډاکتران،معلمان  او کارکوونکي هم موجود وو.


دولو له تعليمافته خلکو سره ډېره جوړه وه،که څه هم په خپله نالوستی وو، خوناسته اوولاړه به يې هميشه له ښوونکو، پوهو،سرکاري اودولتي خلکو سره وه ، په هغوی هم ډېرګران وو .


له واليبال سره هم ډېره جوړه وه اوکله کله به يې  دښوونځي له  زده کوونکوسره واليبال هم کاوو.


خلک  وايي ولو په پيرصاحبانوهم ډېر ګران وو، وايي کوم وخت چي به پير صاحبان کټواز،وازيخوا اوډلي ته تلل نوهغه به يې خامخا له ځان سره ملګری کاوو.


نوی واده کړی وو،خوله اولادوڅخه يې زه څه معلومات نه لرم ،اونه هم چاڅه راته ويلي دي . خوناوي اوموټريې دلوستوخلکو دوستي په ګناه کي  کندو،قاتل عمومي کومندان ځيني ميراث کړل .


داچې زه له ډېروکلونووروسته راغلی وم نوهمصنفيان، کليوال، انډيوالان اودوستان مي پوښتني ته راغلي وو،له ستړي مشي او(دوآلې) وروسته، راغلومېلمنوله خپلوناخوالو اوکړاوونو چي دقدرت دنيولوپه سرله جګړوڅخه ډک زړونه راته تشول، خومابه ددوی خبري پرې کولې اوخپله به مي ورته کوله،متل دی وايي: (هرڅوک له هغه ځايه شکايت کوي چي خوږيږي يې)مابه غوښتل چې دکډوالي له کړاونوورته کيسې وکړم .


زمافکر ډېر شيندلی وو،دخبرولړ ۍ مي نه شوای ساتلی، لکه ګډ وډخوبونه چې مي ليدل.


څوک چي مي پېژندل اوپه يادبه مي راغلل نوژر اوبې وخته به مي دخبرو په منځ کي دهغوی پوښتنه کوله،مېلمانه به موسکي شول،يوبل ته به يې سره وکتل او وبه یې ويل: (دی غواړي دشلوکالوخبري په يوه ګړۍ (ساعت) کي واوري)،خبري ګڼي وې، خودخبروپه لړکي مي ليږ وخت پيدا کړ نودستي مي د ولوپوښتنه له راغلومېلمنو څخه وکړه، ولو څنګه دی؟ ژوندی دی؟ چیري دی؟ سپينږيری شوی به وي؟؟؟؟۱


خيرواکاسوړ اسويلی وايست راته وويې ويل : (زوروره! ولو يې ياندي لا په هغه اولووختوکي تېرکړ.)


حيران شوم ،ورته ومي ويل :چا تېرکړ؟ څنګه يې تېر کړ؟


خيرو اکا عينکي له سترګو ليري کړې،تسبيح  يې په لاسوکي ومروړلې،لاسونه يې موټ کړل اودواړه سترګي يې ښې کلکي ومښلې راته ويې ويل :(خيرواکا چي نوم يې خيرګل وو،داچې ۱ډېرخوارووخلکو به خيرو باله)


(ولو ياندي جلادته ویلي وو : (ياندي) دخيرواکا تکيه کلام وو.


ژرمي حلال کړﺉ چي درڅخه مردارنه شم!)


ناستو مېلمنو ټولوپه کټ کټ وخندل ، خيرو اکا وويل: (دهغه ټوکي عادت وې خدای(ج) دې شهادت قبول کړې! زه خووايم واللهُ ياندي جلادبه هم ورته خندلي وي .)


پسي زياته يې کړه :


(کوم وخت چي  نا اهله،بې علمه اوبې تجربې ځوانان دولسوالي په حکومتي لوړوچوکيو ياندي مقررشول نوحق او ناحق يې دخلکوپه دين،دود اودستورکي څه درته ووايم چي دخلکو ياندي په کورني ژوندکي به لکه دناتارمچان ورلوېدل،دګنهکاراوبې ګناه پرک(فرق) یې نه کاوو، څوک چي به یې ياندي بدراغی وبه يې نيواو بندي به يې کړ اودخپل انقلاب شارونه(شعارونه) به يې ورکول، زنده باد،مرده باد، بل کاریې ياندي نه درلود.


دخيرواکاله دې خبري سره دخوني په هغه بل سرکي چا وويل: (خیرواکاغوږونيسه !


زياتي،که رښتيا راباندي وايې  اوس  هم کومه بېتري په حکومت کي زياتي نه ده راغلي،  زه خووايم ترهغه لابترشوی، نه بېتر(بهتر)…. دامو زياتي خپل عملونودي،چي رارسېږي خدای(ج) موازمويي .)


دخارجي قواووله بمونو،له رشوتونو،له قيمتيو،له بېکاريو،وچکاليو،لويږي، وسلوالوغلو، دماشومانو تښتول،تجاوز او دخلکوحلالېدلو څخه  سرټکېدل شروع شول،دهغوی خبرو دخيرواکا پام هم ور واړاوو،دولوکيسه يې پرېښوده.


مجلس يوشو،ما دولودحلالېدلوکيسې ته ډېره تلوسه درلوده ،وډارشوم  چې خيرواکا دولو کيسه پرې نه ږدي ، نوځکه ژر ورګډشوم ورته ومي ويل: داستونــزي خو دا اوس نه دي پيداشوي داډېر کلونه کېږي دغه حال دی،زموږ اوتاسي په خبرو ولاکه لا څوک پياز هم وخوري، هسي خپلي خولې ستړي کوو .


په خيرو اکامي غږ وکړ نورڅه وشول؟ دولو کيسه دي کوله، خيرواکا څوواري ږيره موټ کړه ښی لاس يې په ځنګانه کېښوداودتسپو(تسبيح) په اړولو يې پيل وکړ، ها! څه مي درته ويل؟ ښه! خبري يې داسي پسي وغزولې :


نوله دغه حالت څخه هغه کندوغله ، پساد(فساد)پېښه،ځان عمومي کومندان کړ او بداخلاکه  نیمچه بسلمانان يې ياندي په ځان راټول کړل اودحکومت په مخالپت (لفت)يې ياندي ټوپکوال ګروپونه جوړ کړل اودغه ګروپونه يې دداسي جاهلو، بېر حمه، هغه دچاخبره ياندي  دړندو کڼو ظالمو  بداخلاکه (قه) انسانانو چي ياندي دهغه (کندوقاتل) به خوښ وو، ترلاس لاندي ورکړي وو اوخلک به یې ياندي پرې حلالول ،غلاوي به يې پري کولې،داړې به يې ياندي اچولې .


سرکا ريان ،او حکومتيان اودهغوی پلوايان به يې ياندي کافران بلل اودهغوی په حلالولو يې ياندي پيل وکړ.


سترګي يې پټي کړې ښه په جګ غږ يې وخندل،له ما څخه يې پښتنه وکړه،


څوک به يې ياندي کاپيران(کافر) بلل ؟  ما په جواب کي ورته وويل: نوخلقيان به يې البته کافران بلل! نورنو څوک؟


خيرو اکاراته وخندل وويې ويل: زوره وره!خبر نه يې! زه به درته ووايم: خلقيان خو ياندي وو چي وو! خونور هم يې هم کافران بلل:


ماورته وويل:نورکوم خلک يې کافران بلل؟


خيرواکا دنسوارو ډبلی  دواسکټ له جيبه را وايست ، دډبلي په وړه آينه کې يې وکتل،  ډبلي ته يې دګوتوتړانګ ورکړ ، نسواريې واچول  اوراته وويل: ياندي  ته يې شمېره!


هغه څوک چې به  ياندي مکتبي غوندي وغږېدل،اولغاتونه به يې ويل، ته وايه!يو!


ورته ومي وويل داڅنګه؟ زوروره! له ورايه ياندي بې تعلمه اوتعليم والامالوميږي .


ماورته وويل: بلې! دباسيواده  اوبېسواده پېږندنه خواسانه ده،هـرڅوک يې پېژندلی شي،نوداپه حلالېدلو پوري څه اړه لري؟


هو! هغه وخت ځينوملايانوچي اصري (عصري) تعليم سره مخاليپ(مخالف) وو،نو پيصله(فيصله) کړي وه چې دحکومت مکتب ويلي وي کا فـردی اوله کافـرسره جهاد فرض دی .


بل هغه سړی چي ياندي پاک اوسوتره به ګرزېد،ته وايه دوه!


ورته ومي ويل: پاکوالی خوښه کاردی،نظافت خودایمان جـز دی!


نه! وروره! څوک چې به ياندي ښه چټل ګرزېدل هغه به يې ښه بسلمان باله،ځکه ملايان په دې ياندي ښه پوهېدل چاچې به مکتب ويلی ووهغه  به ياندي پاک ګرزېدل .


دچاچي به ياندي پايڅې غټي وې،ته وايه دری!


ماورته وويل: نودخلکوپه پايڅو يې دقومندان څه ؟


راته ويې ويل: دملايانو ياندي لويې پايڅې نه خوښېدې،نوځکه یې کافران بلل .


بل ياندي چې تبرزين ټېکونه به يې درلودل ،ته وايه څلور!


ورته ومي ويل: تبرزين ټېکونه څه شی دي؟


خيرواکاوويل: بعضوبه ياندي زني خرېيلې يوې اوبلي خواته به يې نيم مخ په ږيره پټ وو،ټــېکونه به يې ياندي لکه تبر غوندي مالومېدل .


څوک چي به ياندي لوڅ  سر ګرزېدلي وو،يابه ګرزېدل،ته وايه! پينځه!


ورته ومي ويل: دسر په لوڅېدلوخو څوک نه کافــر کېږي،نو ولي يې حلالول؟


زوروره! زه نه يم خبر،خوملايانو به ياندي ويل چې کاپيران لوڅ سر ګرزي.


غوږ دي ده که دي نه ده؟ سرمي ورته وښوراوو، هو غوږ مي دی!


بل ياندي هغه څوک چي به دولسوالي اويا ولا يت خواته تلل يابه راتلل. ته وايه شپږ!


ياندي هغو ظالمانو فکرکاوو چې داخلک حکومت  ته جاسوسي کوي نو ياندي دجاسوسي په ګناه به يې حلالول.


دا يې لا ګوره! هغه چا چي به ياندي له سرکاريانوسره انډيوالي درلوده  هغه به يې هم تېرول والله،… خيروغلی شو،سترګي يې له اوښکوډکي شوې ،لمن يې په چپه خوا راواړوله سترګي یې وچي کړې . مافکر وکړ چې دولو په مرګ يې وژړل،ماويل نودولوخوډېرکلونه تېر شوي، اوس هم هره ورځ دولوپه شان ځوانان تربمونولاندي کيږي،حلاليږي او ورکيږي .


راته ويې ویل :زه په ولو پسي ياندي نه ژاړم، په دې وطن دخدای (ج) کار (قهر) شوی  له هري خوا بلاوي ياندي پرې راځي. دخپلوځوانيمرګو شهادت مي ياندي سترګوته ودرېدل.


زه دولو دکيسې اورېدلو ته بې صبره وم،دده دځوانيمرګو پوښتنه مي ځني ونه کړه ما ويل نکسه دولوکيسه به پرېږدي،نومي ورته وويل خدای(ج) دي نورغمونه ليري لري! تا ددولوکيسه کوله



هو!والله ياندي واشَت (وحشت) وو،له حسابه وتلي لوستي اونالوستي انسانان یې ياندي حلالول  اوپه زړه کلا کي به يې سرپه سر اچول .) ماورته وويل زړه کلا چيري وه؟ څه يې کوې اشنا! که دزړې کلا کيسه  ياندي  درته وکړم په والله دديوانو،شاپیريانواوضحاک دوختو کيسې يې دسر په سترګو ياندي راوليدې .


نوروناستومېلمنو ته یې مخ ور واړاوه ورته ويې ويل: (کـه درواغ وايـم ياندي تـاسي راتـه وواياست چي درواغ وايې!) ټولوبیاورته وخندل ، یوه بل سپينــږ يري چي مانه پېژاند ورته وويل:(خيرو! دسنډوقاتل ،خداناترسه،آدم خورعمومي کومندان تاته دي وويل سي دډاکترانو،معلمانو، عالمانو،چپړاسيانو، شاګردانو،ډريورانو،کلېنرانود…. اونورو،ولله بې شمېره خلک يې حلال کړي دي داټولي کيسې  ولاکه په مياشتوپه کلونوخلاصي شي،تاته دي وويل سي دهغه قاتل لکه چي پيريان  په بندوو، کوم څوک چي به دشپې تاته دي وويل سي له ځانه سره وپوسنېدل سهار به داقاتل خبروو. خيروته يې مخ ور واړاوو ورته ويې ويل : ولي دټولوسرونه تاته دي وويل سي په درد راولې؟ خيرواکا دسرخوږ شوې راته!پرېږده چي له مساپرسره دده دمساپري خبري وکړو، نور داخبري پرېږده تاته دي وويل سي نتېجه نه ورکوي .)


خيرو بګړۍ په ښي لاس له سره پورته کړه اوپه چپ لاس يې  سرکلک کلک وګراوه،بګړۍ يې بېرته په سر کېښوده، ږيره يې هم څوواري وګروله، لاسونه يې يوپه بل  پسي ټينګ ټينګ په ږيره راتېرکړل اوخپلي خبري يې داسي پسي اوږدې کړې: ياندي دحکومت له پلويانوڅخه يوهم ولوکلېنر وو،نوديوهګروپ له خوانيول شوی وو،اودکندوقاتل عمومي کومندان په امر يې دحلالولو ځای ته بيول . په لاره کي هغهجلاد ته له په خندا ډکه ويړه خوله ويلي وو : (ژرمي حلال کړه چي درڅخه مردار نه شم) ولو يې دحلالېدلو په ځاي کي تلاشي کړی وو،ساعت ،نغدي پيسې او وريښمينه لونګۍ يې ځيني اخيستي وو.


جلاد ولوته ويلي وو کالي دي وباسه لاسونه دي شاته واړه وه! وايي ولوياندي دجلاد له دغي خبري سره ليږ وارخطا غوندي د دووپښوپه سرکېنستی وو،


خووايي جلاديې لاس اوپښې وروتړل ، ولو ورته ويلي وو داڅه کوې؟  خودادی درته ناست یم  هرڅه چي را باندي کوې ويې کړه ! لدې خبري سره يې ولوپه ټترکي  ياندي يوه ښه لغته وواهه او ولو ياندي په شالوېدلی وو. جلاد دسترګو په رپ کي ياندي دولوغاړه ورپرې کړی وه. کله چي یې ولو حلال کړ ي وونودولوپه بدن کي ياندي دډېروکلو راټولي شوي سرې ويني ښه ځنډ بهېدلي وې،


وايي جلاد  دولولاسونه اوپښې ياندي ډېر ژر ورخلاص کړي وو. ليږ وړاندي  ورته ودرېد، ولولاسونه اوپښې ترهغو غورځول،ترڅويې روح ياندي دتل له پاره له بدنه خدای پاماني کړي وه .


وروسته يې پښې سمي غزولي وې . جلاد ياندي ډاډه شوی ووچي دولوروح نواوس عزرايل (ع)وړ ي ده . نويې په بېغمه زړه دهغهيوه پښه راپورته کړي وه اودهغه ښايسته بوټونه يې غوښتل وباسي ،خولوپه پريکړي سر هم ياندي له جلاد سره ټوکه کړي وه،کله چې جلاد دهغه له پښوبوټونه ايستل ،سرپرېکړی ولو ښه اوچت که پرې را پورته شوی وو، جلاداوګروپ يې چي دسر پرېکړي ولوراپورته کېدل ياندي ليدلي وو نوله وېري اوواهمې څخه په منډه تښتېدلي وو.


داکيسه وروسته وروسته بيادهغه ګروپ نفرو چاته کړي وه .خدای دي موږ ټول مسلمانان له داسي حالته وساتي


کابل سرطان ۱۳۸۵