کور / شعر / نن درباندې ډېره زوروره شوم

نن درباندې ډېره زوروره شوم

اوس دې په يادونو باندې بره شوم
سر تر پايه جوړه لکه زغره شوم 



نشوه ګوزاره مې د لــېــمــو اور کې
اوښکه وم ګرېوان ته مساپره شوم



اوس د لېونتوب له جاله وتې يم
پويه شومه، لويه شومه، ستره شوم



ستا له سادګۍ سره اشنا نه وم
هاغه ورځ زه هسې مروره شوم



ما درته کتل تا سترګې ټيټې کړې
نن درباندې ډېره زوروره شوم



اوس به دې له ډېره غمه مړه ومه
ښه شوه چې  په زړه باندې ډبره شوم



ټولو مجاهدو بېعــــــت راکړلو
دوی مې شول لښکر زه سر لښکره شوم



رابه وړمــــه ســـــــوله افغانانو ته
خاورې ” پکتيانۍ ” سپينه کوتره شوم.