په هلمند کي د ۱۷ کسانو د سرغوڅېدو ادعا درواغ ده
له نن څخه ۲۹ ورځي مخکي د اګست پر ۲۷نېټه د هلمند د والي وياند داود احمدي رسنيو ته وويل چي طالبانو د هلمند د موسي قلعه په ولسوالۍ د روشن اباد په کلي کی ددولت سره د اړيکو لرلو په تور د۱۷ ملکی کسانو سرونه پریکړیدی . احمدی ويلي وه چي دغه کسان ټوله بیګناه دی او پر ناحقه دطالبانو لخوا شهیدان شوی دي.
طالبانو هماغه ورځ دغه ادعا رد کړه او دداسي يوې پېښي په اړه يې بې خبري وښودله ، نن قاري يوسف احمدي چي ځان د طالبانو وياند بولي لراوبر ته په يوه ليکلې خبرپاڼه کي څرګنده کړه چي طالب مشرانو ددغي ادعا د څېړلو په اړه يو پلاوی سيمي ته واستاوه ، پلاوي موسی کلا په ګډون په شاوخوا ولسواليو کي د خلکو سره د خبرو او څېړنو څخه څرګنده کړه چي په هيڅ يوه سيمه کي داسي پېښه نده رامنځته سوې چيري چي ۱۷ کسان يو ځايي وژل سوي وي . قاري يوسف وايي چي د سيمي سپين ږيرو او مشرانو هم ورته ويلي دي چي په دغو سيمو کي هيڅ يو ځای په دغه شمير جسدونه او يا د وژل کېدو نښي نښانې ندي څرګندي سوي .
قاري يوسف پر دولتي چارواکو تور ولګاوه چي د طالبانو د بدنامولو د پاره داسي داستانونه جوړوي چي په حقيقت کي هيڅ وجود ونلري .
څنګه چي ګلاب منګل د هلمند د والي په توګه له دندي ګوښه کړل سوی دی ، د لراوبر همکار ونه توانېدئ چي د هلمند دنوي ټاکل سوي والي يا وياند څخه يې په دې اړه ددوی نظر ترلاسه کړي .