کور / کره کتنه / کابل باچا او هارون باچا

کابل باچا او هارون باچا

حفیظ الدین پیرزاده
ستاکهولم د سپتمبر 18 2012

د ښاغلي مطیع الله عابد دغه ښکلی لیکنه می د ټول افغان په بریښپاڼه کی ولوسته. عابد صاحب ډیره په زړه پوری پرتلیزه لیکنه کړی. ددی دواړو باچایانو هغه ځانګړنې یی راټولې کړي چې ددوی ترمنځ مشترکې دي خو هغو توپیرونو ته یی چې دا دواړه یو له بل څخه جلا کوي اشاره نده کړې. زما په اند دغه لاندې ذکرشوي توپیرونه دواړه باچایان یو له بل څخه بیلوي.

کابل باچا بل باچا کړ او د افغانانو پر ورمیږ یی ورسپور کړ، هارون باچا خپل ولس باچا کړی او ځای یی د خلکو زړونو کی دی. کابل باچا تحمیلي باچا دی او هارون باچا میراثي. د کابل باچا په راوستو کې د ولس هیڅ کردار نه و خو هارون باچا ولس راوستی. هارون باچا له خپل فني شهرت څخه مخکې هم باچا و خو کابل باچا اول باچا شو بیا یی شهرت تر لاسه کړ. کابل باچا به کال دوه پس نور باچا نه وي او کیدای شي چې په خپلې زړې دندې یانې د امریکایانو د تیلو په هماغه کمپنۍ کې په خپل زوړ ماموریت مقرر شي خو هارون باچا به له خپلې مړینې وروسته هم باچا وي. هارون باچا ځان له نورو څخه پخپل ولس ساتي خو کابل باچا له خپل ولس څخه ځان په نورو ساتي. د کابل باچا د شخصیت په پړسولو کې د غربي رسنیو پوکیو مرکزي رول درلود خو د هارون باچا معامله داسې نه ده. هارون باچا په خپلو سوو ساندو ولس ژړولی او کابل باچا پخپله ژاړي. د هارون باچا ژړا د خپل ولس په بې وسۍ وي د کابل د باچا پخپله. د هارون باچا اوښکې رښتینې دي خو د کابل د باچا هغه د تمساح اوښکې دي چې د خپل ښکار شوي په هضمولو یی تویوي. هارون باچا پخپل کار کې او خپل کار ته صادق دی خو د کابل هغه صداقت ته نه بلکه مصلحت ته ګوري. یانې هغه څه کوي چې پرې واره یی راتله.

هارون باچا خپله ډله لري او د کابل هغه خپله. د هارون باچا په ډله کې غله، مفسد، قاتلان او په بشري جنایاتو تورن اتلان نشته خو د کابل د باچا له ډلې څخه که دا کسان لیرې کړو نو یواځې پاتې کیږي او یا کیدای شي چې خپله هم پاتې نه شي. هارون باچا زړه راښکونکی اواز لري خو د کابل هغه زړه راښکونکې جامې. هارون باچا غمګین دی خو د کابل هغه رنګین.

هارون باچا فنکار دی او د کابل باچا اداکار. هارون باچا تراژیدي سندرې وایي خو اکټ یی د کابل باچا کوي.هارون باچا د پښتني روایاتو په اقتضاء خپل میلمانه له ځانه سره کور ته راولي خو د کابل باچا میلمنو له ځانه سره کور ته راوستی. د هارون باچا په اواز کی جادو ده خو د کابل د باچا په انداز کې.

ګرانو لوستونکیو! ددې دواړو باچایانو تر منځ ممکن ځینې نور توپیرونه هم موجود وي چې زما له قلمه به پاتې شوي وي. په دې هیله چې دا نیمګړتیاوې به یی تاسې د تبصرو په بڼه ور پوره کړی، زه خپله لیکنه په همدې ځای پای ته رسوم.