کور / تازه خبرونه / هسپانويان ولي په دې ورځو کښي هېښ دي؟

هسپانويان ولي په دې ورځو کښي هېښ دي؟

د هسپانيې د دفاع بارداره وزيره چې د خپل راوتلي نس سره د سرتيرو د رژي  و  مخي ته تيريږي !
 
هغه انځورونه چې په دې ورځو کې د هسپانيې په مطبوعاتو کې خپريږي هسپانويان يې هېښ کړي او ښايي هغه داسي ژر هېر نکړي ؛ ددې هيواد د دفاع بارداره وزيره د خپل راوتلي نس سره د سرتيرو د رژي  و   مخي ته تيره شوه .


 

دآ سوشيېټدپرس  خبري آژانس وايي چې د هسپانيا دفاع وزارت پر څوکۍ باندي د ۳۷ کلني مېرمن کارمي چکون مقرېدل   يو دهغوعجيبو کارونو څخه وو  چې د  زاپاترو سوشيلیسټ دولت د« جنسي برابرۍ»  تر شعار لاندي اجرا کړ . عجبه خو يې لا دا وه  چې نوموړې مېرمن په پوځي چارو کې هيڅ مخکنۍ تجربه نلرله .


دهسپانيې صدراعظوم خوزه لوئيس رودريګز زاپاترو د مارچ په انتخاباتو کې يوځل بيا بريالی سو او خپله کابينه  يې په داسي حال کې اعلان کړه چې د لومړي ځل دپاره  يې د دفاع د وزارت دنده  و يوې ښځي ته سپارلې ده  . 


نوموړي صدراعظم  چې د جنسي برابرۍ شعار ورکوي نو په خپله کابينه کې يې ۹ ښځي او ۸  نارينه وو ته  ځای ورکړی دی .