کور / تازه خبرونه / ترافيکي پېښي ١٨ ووژل او ٤٦ ټپيان شول

ترافيکي پېښي ١٨ ووژل او ٤٦ ټپيان شول

دبنګلدېش هيواد په تنګيل ولسوالي کې دسورليو ديوه بس موټر دچپه کېدو له کبله ټول اتلس کسان وژل شوي او شپږ څلوېښت نور ټپيان دي . په ډهاکه کې يوه لوړ پوړي پوليس افسر وويل چې دپېښي پلټنې يې پېل کړې او لمړنيو پلټنو پېښه دموټر چلونکي تېز رفتاري ښودلې ده . بس دکريم ګرن څخه ډهاکې ته روان وو چې پېښه رامنځ ته شوه . په قربانيانو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي .