کندهار: پرناټو ځواکونو چاودنه وشوه

34 | اپریل 19th, 2008


دکندهار په سپين بولدک ولسوالي کې نن سهار پر ناټو ځواکونو يوه چاودنه وشوه چې مرګ ژوبله يې نه لرله خو موټر يې ورزيانمن کړ دغه بمي چاودنه دسپين بولدک ولسوالي ته څېرمه دکندهار بولدک پر لويه لاره په داسي حال کې وشوه چې دنړۍ والو ځواکونو پوځي کاروان له دغې سيمي څخه تېرېده . افغان چارواکي وايي چې پېښه دريموټ کنټرول په وسيله شوې او هيڅ ډول زيان يې نه دى اړولى .

Copyright Larawbar 2007-2024