کور / تازه خبرونه / کندهار:٦٨ اته شپېته پاکستاني وګړي ونيول شول

کندهار:٦٨ اته شپېته پاکستاني وګړي ونيول شول

دافغانستان ددفاع وزارت وايي چې دکندهار دارغستان په ولسوالي کې له دوو موټرو سره يوځاى ٦٨ پاکستاني وګړي نيولي دي . ددفاع وزاترت په هغه خبرپاڼه کې داخبره کړې چې نن دشنبې ورځ يې لراوبر ويپاڼې ته رالېږلې ده . خبرپاڼه وايي چې دغه کسان دجمعې په ورځ په داسي حال کې ونيول شول چې بې وسلې وو او دوه نقليه وسايط هم ورسره نيول شوي دي . دافغانستان ددفاع وزارت وايي چې دغه کسان يې دسپين بولدک او کندهار ترميانځ پر غځېدلي سړک دارغستان له پله سره نيولي دي . دغه عمليات ددوه سوه پنځم نمبر ٢٠٥ اتل قلي اردو سرتېرو کړي دي .