کور / تازه خبرونه / زابل : پر رومانوي سرتېرو بريد وشو

زابل : پر رومانوي سرتېرو بريد وشو

وسله وال طالبان وايي چې دزابل مرکز قلات ته څېرمه يې پر رومانوي ځواکونو بريد کړى او مرګ ژوبله يې وراړولې ده . خو افغان چارواکي دبريد پخلى کوي او وايي چې په پېښه کې هيڅ ډول مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى . دابريد په داسي حال کې شوى چې تېره ورځ داروزګان ولايت په مرکز کې په يوه چاودنه کې دډچ پوځ دوه سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپيان شول .