په غزني کې طالبانو ۸ تنه پاڅونوال ژوندي ونيول.

59 | سپتمبر 27th, 2012


لراوبرته ویب پاڼی ته دطالبانوویاند ذبیح الله مجاهدلخوا په یوه رارسیدلې خبرکي ویل سوي چي تيره ورځ شاوخوا ۱بجه دغزني مرکز مربوط دبازارسره نيږدې سيمه کې داسلامی امارت مجاهدینودپټواستخباراتي معلوماتو پربنسټ ۸ تنه هغه وسله وال پاڅونوال چي دشلګرولسوالۍ ته له نورو پاڅونوالوسره دهمکارۍ لپاره روان وو ژوندي ونيول سول . طالبان وایی چي دغوکسانوټولواعتراف وکړ چې دکابل ادارې دغزني ولایت دچارواکواو په کابل کې دپاڅونوالودمشر فيضان او عبدالجبار شلګري په لارښونه او دکابل ادارې په ملاتړ يې غوښتل ځان دشلګر و پاڅونوالوته ورسوي .ياد کسان عبدالاحد ولد جمعه ګل ، سيداکبر ولد خدای داد ، فضل محمد ولد خير محمد،بسم الله جان ولد عبدالرحيم ، شفيع الله ولدتاج محمد ، نواب ولد سلطان ، نعمت ولد حبيب الرحمن او عبدالمحمد ، چې ټول د عبدالرحيم کلي ،میره کلی اوګندهر کليو اوسيدونکي وو. مجاهدينو دوی له ځانه سره مصئونو سيموته نقل کړل ، يادکسان دشريعت دقانون منګولوته وسپارل شول او دبرخليک په اړه به يې داسلامی امارت شرعی محاکم فیصله وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024