کور / شعر / محبت

محبت

دنـــا کـــرار زړگــي قـــــرار لټوم
راڅـخه ورک مـې دي نـيگـارلټوم

زماپه زړه کي يې دي ځاي نـيولى
زه هـــم دهــغه زړه تــــه لار لټوم

دغـه څـو ورځـي مې لـيدلى ندى
ځــم پــسي ټــولــه قـــندهار لټوم

چي مې دمينې تنده سي پري ماتـه
چــيري بـــه هــغه حــسن دار لټوم

(فيـضانـد)دميــنې مـحبت لــه وجـه
اوس دغــــيارکــلي کـي يـــارلټوم.