کور / کتاب / د مومندخپرندويه ټولني نوي کتابونه

د مومندخپرندويه ټولني نوي کتابونه

۱- لیډرشیپ د ډاکتر فیض محمد ځلاند په لاس لیکل شوی اثر دی چی په یو سلو پنڅوس مخونو کی چاپ شوی که غواړﺉ چی ښه لیډر اوسی ؟ که غواړﺉ خپلی کمزورتیاوی په غښتلتیاو بدلی کړي او که غواړﺉ دخپلی ټولنی ښه چوپړ وکړﺉ نو دا کتاب یو څل خامخا ولولي.

۲- سیاست پوهنه دفرهاد داوری په لاس لیکل شوی خورا ارزښتمن اثر دی چی سیاستوالواو دسیاست مینه والو ته یی لوستل بی ګټی نه دی.

۳- داسلام تاریخ ډاکتر حمیدالدین لیکلی او دسرمحقق مرستیال مولوی زین الله منلی په خورا روانه پښتو ژباړلی داسلام دمقدس دین په اړه پکی په زړه بوری مالومات شته هر مسلمان ته یی لوستل ګټور دی او هغوی چی غواړی داسلام په اړه مطالعه ولری دا کتاب دی یو څل ولولی.

۴- سواستو دپښتو دپیزندل شوی لیکوالی اغلی صفیه حلیم په لاس لیکل شوی ناول دی هسی خو هم دصفیی ټول کتابونه له تلوسو ډک دی خو دا یی هم ډیر په زړه بوری دی.

۵- کارتوس دډاکتر عبدالقدیر پښتونمل په لاس لیکل شوی ناول دی چی دافغانستان دجګړی ښه انڅور پکی موندلای شي یو څل یی ولولﺉ.

۶- مینه نه مری داغلی نګهت سیما اثر دی چی څوان سعدالله فطرت بښتو کړی او دمینی په اړه په کی ډیری ناویلی شته ویی لولﺉ.

۷- نړیوال سازمانونه دځوان ژورنالست جعفر هاند په هځو چمتو شوی چی دنړﺉ دپیژندل شویو سازمانونو په اړه په کی په زړه بوری مالومات شته که غواړﺉ چی ځانتری خبر کړي نو یو څل یی ولولي.

۸- پاکستان دګړنګ پر غاړه دپاکستان دپیژندل شوی ژورنالست احمد رشید په لاس لیکل شوی اثر دی چی ډاکتر څلان پښتو کړی که دپاکستان دروانو حالاتو او راتلونکی څان خبرول غواړﺉ نو ددی ارزښتمن اثر لوستل بی ګټی ندی دی.

دمومند خپروندیه تولنی دلاچوپړ په هیله