کور / کتاب / عمومي روان پوهنه له چاپه راووته

عمومي روان پوهنه له چاپه راووته

عمومي روان پوهنه د هغه اثر نوم دی چي ۱۶۲ مخه لري او د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني د پوهنځۍ استاد پوهیالي عبدالمناف فردین په زیار کښل سوی .
داکتاب په دې وروستیو کي د ۱۰۰۰ ټوکه په تیراژ د کاروان مطبعې لخوا په ښکلي کیفیت او صحافت چاپ سوي
کتاب چي په ځانګړي ډول د محصلینو لپاره خو په عامه توګه د اولس لپاره لیکل سوي د عمومي اروا پوهني په اړه پکي هر اړخیز معلومات ځای په ځای سوي . پردې کتاب د کابل پوهنتون د ارواپوهني او ښووني او روزني د پوهنځۍ ریس پوهنوال ډاکټر میر اکرم میرزاد او د کابل پوهنتون د اروا پوهني او تربیتي علومو د پوهنځۍ استاد او د اروا پوهني د ډیپارټمنټ امر پوهنمل سراج الدین علیمي سریزي کښلي .
د لیکوال فردین په خبره دا کار یې د یوې اړتیا په موخه چي یوه ستره تشه وه په شاوخوا یوه کال کي تر سره کړ او په دې کتاب کي یې د شاوخوا شلو معتبرو سرچینو او ماخذونو څخه کار اخستی .
لیکوال وایي د کتاب د چاپ لګښت ته یې هم خپله اوږه ورکړه چا ورسره مرسته نده کړې
استاد فردین په راتلونکي کي د اروا پوهني په اړه یو لړ نور مهم اثرونه هم تر لاس لاندي لري