کور / شعر / دلوړو غرو پیغله

دلوړو غرو پیغله

دامې دژوند ده ننۍ ښه ښکلا
دګران وطن د لوړو غرو پیغله یم
دشنه آسمان لاندی لرم لوی الله
ما د افغانی موری پۍ رودلي
وطن به ساتم باک مې نشته له چا
لرګي چي وړم په خپلو کلکو اوږو
دا مور پلار راته زده کړي پخوا
دامې ټاټوبۍ دامې کور دی دژوند
چي زه ژوندی یم تری به نشم جلا
دلوړ غیرت دلوړو غرو لور یمه
وړمه بارونه هم دکور او صحرا
دملالیوو پیغلو لاره وهم
کورته روانه یم دخدای په پناه
دنارینوو شملي لوړی غواړم
دآزادۍ بیرغ یې تل په رپا

۳۰- ۹-۲۰۱۲