کور / تازه خبرونه / دکابل دتعلیم اوتربیې پوهنتون رئیس پوهاند امان الله حیمدزي ښځینه محصلیني ووهلې

دکابل دتعلیم اوتربیې پوهنتون رئیس پوهاند امان الله حیمدزي ښځینه محصلیني ووهلې

دکابل دتعلیم اوتربیې پوهنتون محصلین دهمدې پوهنتون په دننه کي نن داتمي ورځي له پاره هم خپلو لاریونو ته دوام ورکړی دﺉ. همدا اوس لاریون کوونکي دنوموړي پوهنتون دریاست مقام مخ ته ولاړ دي او دپوهنتون در رئیس هغه پریکړي ته انتظار دي چي محصلینو ته یې وعده یې ورکړې وه چي نن ددوشنبې په ورځ به نهاي پرېکړه او تصمیم محصلینو ته اوروي،خو ددې برعکس کله چي نوموړی رئیس پوهنتون ته را ورسېدﺉ، دښځینه محصلینوپه وهلو یې شروع وکړه چي څو تنه ښځینه محصلین پرمځکه ولوېدې او لاریون کوونکي یې سخت تهدیدکړه. تېره اوونۍ پوهاند حمیدزي میډیاسره په خپله مرکه کي لاریون کوونکي محصلین لوچګان وبلل خو محصلین وايي چي دوی ټول دخپلو کارټونوسره پوهنتون ته داخل سوي دي اوپه سولیز ډول لاریون کوي.

دلراوبر خبریال دیاد پوهنتون دمحصلینو اودچارواکو برخورد له نزدې څخه څاري او شېبه پرشېبه تازه معلومات راکوي. یوه اوونۍ مخکي دکابل دتعلیم اوتربیې پوهنتون او جاده دجمهور رئیس کرزي له خوا دبرهاند الدین رباني په نوم ونومول سوه چي دمحصلینو سخت غبرګونونه یې راوپارول.