جمعه خان همدرد: د شپی لخوا خپل سری عملیات نه منو
د پکتیا ولایت د غونډو په تالار کی د سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد په مشرۍ ، دافغان امنیتی ځواکونو او نړیوالو ځواکونو تر منځ امنیتی غونډه وشوه.
امنیتی غونډه کی سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد د
نړیوالو ځواکونو له استازو وغوښتل تر څو خپل سری عملیات و دروی
ځکه دده په وینا په دی عملیاتو کی تل ملکی افغانانو ته مرګ ژوبله رسیږی
همدرد دوی ته سپارښتنه وکړه چی ددوی دا ډول عمل زمونږ له مرکزی حکومت سره
هغه ستراتیژیک تړون په خطر کی اچوی کوم چی د اوباما او ښاغلی کرزی تر منځ
لاسلیک شوی دی
ده وویل تاسو کولای شی خپل معلومات له افغان امنیتی ځواکونو سره شریک
کړی تر څو یاد عملیات په پکتیا کی میشت افغانی قواوی تر سره کړی
همدرد زیاته کړه مونږ ددی توان لرو چی د هر ډول موثق راپور په بنسټ
عملیات تر سره کړو
دا په داسی حال کی ده چی تیره اوونۍ د سیدکرم د چینو سیمه کی پر یوه واده
د شپی لخوا عملیات شوی وو چی په ترڅ کی یی یوتن د بهرنیو لخوا شهید شو
او نهه تنه یی له ځان سره یو وړل