کور / سپورټي / شهزاده مسود د کرکيټ بورډ دعمومي مشر په توګه وټاکل سو

شهزاده مسود د کرکيټ بورډ دعمومي مشر په توګه وټاکل سو

افغان ولسمشر حامد کرزي د ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال پر ځاى شهزاده مسعود د کرکټ بورډ د نوي مشر په توګه وټاکه او نوموړى نن د يوې خبري غونډې په ترڅ کې معرفي شو

ښاغلي مسعود چې نن د سې شنبې په ورځ د میزان میاشتې په یوولسمه نیټه، په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال له ژورنالستانو سره خبرې کولې وویل چې ډېر ژر به د کرکټ نړيواله شورا افغانستان ته د دويمې درجې غړيتوب ورکړي.

شهزاده مسعود تر دې وړاندې د کرکټ فدراسيون د رييس او د کرکټ بورډ د مرستيال په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړي په دې خبري غونډه کې د زاخیلوال له خدمتونو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د هغه په دوره کې د افغانستان کرکټ ډېر پرمختګ کړى، ملي لوبډلې په نړيواله کچه برياوې ترلاسه کړې او په هیواد کې د کرکټ دوه نړيوال لوبغالي هم جوړ شول.

هغه زياته کړه، چې ډاکټر زاخیلوال د بورډ له مشرۍ استعفى ورکړې، خو د کرکټ بورډ د لس کسيز کمیسيون يا شورا غړيتوب لاهم لري.

د کرکټ بورډ نوي مشر شهزاده وویل هڅه به وکړي چې د کرکټ له نړیوالې شورا سره د افغان کرکټ بورډ خبرې لا پیاوړې کړې او دغه شورا به ډېر ژر افغانستان ته د دويمې درجې (اېسو سي اېټ) غړيتوب ورکړي.

د يادونې ده، چې افغانستان اوسمهال په اسيايي کچه د دويمې درجې او په نړيواله کچه د کرکټ د درېيمې (ايفيلييټ) غړيتوب لري.

د شهزاده په وينا، د کرکټ اسيايي شورا د افغانستان غوښتنې منلې او نړيوالې شورا (اى سي سي) ته يې په دې اړه خپل وړانديز لیږلى دى.

هغه وايي، چې کرکټ اوس هم په افغانستان کې يوه ځوانه لوبه ده، خو په کم وخت او کمو امکاناتو يې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او ډېر پرمختګ يې کړى دى.

نوموړي د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې د رسنيو رول مهم وباله او زياته يې کړه، چې رسنيو په دې پرمختګ کې ډېره ونډه درلوده او لري يې.

هغه زياتوي، چې د کرکټ د نړيوالې شورا د دويمې درجې په ترلاسه کولو سره به په هیواد کې کرکت ډېره وده او پرمختګ وکړي او د افغانستان د کرکت بورډ بوديجه به هم ورسره زياته شي.

د کرکټ بورډ نوي مشر وويل، چې دى به د کورني کرکټ په وده کې هڅې وکړي، د کرکټ د روزنې لپاره به ملي اکاډمۍ جوړوي او په ٢٠١٤ کال کې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام او په ٢٠١٥ کال د يوه ورځني کرکټ د نړيوال جام لپاره به هم نه ستړي کیدونکي ګامونه پورته کړي، څو ملي لوبډله نه يواځې دې اتلوليو ته لاره پيدا کړي، بلکې ښې لاسته راوړنې هم ولري.

شهزاده مسعود دغه راز وويل، چې دوى د هیواد د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې او د هیواد الف لوبډلې ته هم زياته پاملرنه کوي څو د ملي لوبډلې لپاره ښه لوبغاړي ترلاسه کړي.

هغه په کرکټ بورډ کې هر ډول ډلبندۍ رد کړې او ويې ويل، چې دلته هیڅ ډلې نشته، کار اهل کار ته سپارل شوي او څوک چې سم کار نه کوي، هغه به له دندو ګوښه کیږي.

نوموړي زياته کړه: ((کرکټ د ملي يووالي سمبول دى، دلته هېڅ ډله بندي، تعصب او سمت پرستي نشته، که چا دا کار وکړ، نو په کرکټ بورډ کې ورته ځاى نشته.))