دزابل اوسيدونکي:د ښووني اوروزني بهير د اندېښنې وړ دی

د لراوبر اداره | اکتوبر 2nd, 2012


دزابل په شملزو ولسوالۍ کی ټول ښونځي دناامنیو له امله تړل شوی اودامهال پکي دپوهني بهیر په ټپه ولاړ دی .دشاهجوي اوارغنداب ولسوالۍ څخه هم رارسیدلي رپوټونه وایی چی پدغو ولسوالیوکی دپوهني په نامه پیسی راایستل کیږي ولي په نوموړو ولسوالیوکی ښونځي تړل شوی دی .

دشملزو ولسوالۍ اوسیدونکی وایی پدي ولسوالۍ کی دپوهني بهیر په ټپه ولاړ دی اوپکی فعاله ښونځي هم دپوهني وزارت دنه پاملرني له امله تړل شوی دی .دوي وایی دسیمي ښونځي ټول تړل شوی اودپوهني چاروکي ورته پاملرنه نه کوي .دغه اوسیدونکی زیاتوی که چیرته پدی سیمه کی دغه سلسله دوام وکړي نو دوي اړ دی چی خپل ماشومان ګاونډي هیواد پاکسان ته واستوي ځکه ددوي په وینا دغه ولسوالۍ کی دپاکستان سره لنډه پله لري دشملزو ولسوال برات خان هم په خپله ولسوالۍ کی دپوهني بهیرکمزوري بولي اووایی چی دتیر څو میاشتو راهیسي پدغه ولسوالۍ کی دپوهني بهیرپه ټپه ولاړ دی .دشاهجوي او ارغنداب ولسوالیوڅخه هم رارسیدلي رپوټونه وایی چی پدغو ولسوالیوکی ښونځي تش په نامه ښونځي دي چی دسیمي دخلکو په خبره دزابل دپوهني چارواکی ددوي په نامه دوزارت څخه پیسی اخلي ولي اوخپلو جیبونو ته یی اچوي .ځایی اوسیدونکی پدی برخه کی دپوهني ریاست اووزارت په نه پاملرنه تورنوي .په ارغنداب ولسوالي کی هم ښونځي نشته اودسیمه څخه دخبریالانو سروي ښی چی پدغه ولسوالي کی دپوهني ریاست ددوو تردریو ښونځيو پکی دفعاله خبرورکړي دی ولي دسیمي ژورنالیستان یادي سیمي ته تللي اوهلته یی دځایی خلکو سره خبری کړی چی دهغوی تصویري خبري دبلکي په ډول موږ سره موجودي دی .

دزابل دپوهني چارواکی هم مني چی په شملزوولسوالۍ کی ددوي ښونځي تړل شوی دی .دپوهني رئیس رحیم الله لودین ددغه ستونزي یوازني لامل په سیمه کی دامنیت نشتوالي په ګوته کوي اوزیاتوی چی هڅه کوي ترڅو په راتونکي نوي کال کی پدغه ولسوالۍ کی خپل ښونځي دسره پرانیزي.لودین که څه هم اکثره مهال دنورچارواکوپه څير یوازي دخلکو سره ژمني کوی خو په عمل کی یی کار ټکني دی .دپوهاندي له نظره پوهنه دیوي ټولني دپرمختګ اساس جوړوي خوپدغه ولایت کی لااوس هم ۹۵ فیضده اوسیدونکی دنالوستي ترسیوري لاندي ژوند کوی اوچارواکی یی یوازي په یوه اوبل نامه پیسي راباسی .دا ولایت جنګ ځپلی اودبیا رغوني پروسه هم پکی ټکني ده .

Copyright Larawbar 2007-2024