د سولي عالي شورا
افغانستان د ناخوالو کور او تل بی معنا جګړو ځپلی هیواد دي او هر ورځ یي اوسیدونکي د غم په ټغر ناست دي. دلته چی هر سړی راځي نو د افغان بچي د مرګ جواز په لاس کی لری، دلته ورته د هر افغان مرګ روا او بي له کوم دلیل څخه پرته ورته قانوني او مشروع لاری ګوری. نو ددی ټولو دردونو او ناخوالو په وجه افغانان د سولي هر خبر ته تږی ناست دی، او یواځني ارزو یی په سوله ایزه فضا کي ژوند کول دی او ان د نورو نعمتونو څخه هم ورته تیریږی خو سوله سوله سوله غواړي. په ۲۰۰۹ میلادی کال کښي چي کله اوسني افغان ولسمشر کرزی دوهم ځل ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړو، د نوموړي د ټاکنیزی مبارزی یوه مهمه خبره د لوي جرګي جوړول وو چی د ټول ملت په خوښه باندی د سولي راوستولو لپاره یو تګلاره جوړه کړي چی ټول ملت ته د منلو وړ وي. دا ډیره ښه نظریه وه خو له بده مرغه چي د جرګي ټول ګډون کوونکي د والي، ولسوال او ښاروال په خوښه فرمایشي کسان وټاکل شوو. چي هغه کسانو ته د ملت استازی نوم ورکول افغان ملت ته توهین کول دی. خو په هرحال، د فرمایشي جرګی ګډون کوونکو دولت ته مشوره ورکړه چي یو شورا دی د سولي په نوم جوړه کړي چي له وسلوالو مخالیفینو سره منځګړیتوب وکړي. ولسمشر کرزي د جرګی د منشور په اساس یوه دواویا کسیزه شورا چی د سولي عالي شورا په نوم ونومول شوه جوړه کړی. د نوموړی شورا غړي ټول په څلورو برخو باندي ویشل شویدي.
اول: د شمالي ټلوالي غړی،دمقاومت اتلان او اوسني نیکټايي لرونکي مجاهدین
دوهم: پخواني طالب مشران او اوسني پخلا شوی طالبان
دریم: پخواني حزبیان او اوسني دولتي لوړپوړي پکول لرونکي چارواکي
څلورم: خپلواکه برخه ښځي چی اصلا نه کوم واک او نه هم کوم ځانګړی رول د سولی په پروسه کښی لری صرف غربي نړی د خوشحاله کولو لپاره.
شمالي ټلواله: چي په حقیقت کښی د طالبانو یوه پیژندلي دښمنه ډله ده، د کورنیو جګړو اصلي څیره او په افغانستان کښي د خپل قدرت ته رسیدو پخاطر په (هیڅ رنګه) نوع جنایت باندی دریغ (بسنه) نده کړي، د نوموړی ټلوالي ټول غړي په بشری جنایتو باندی تورن او د سیمیزو او نړیوالو استخباراتي ایجنسیو تنخواه(معاش) خواره دي، تل دهغه ایجنسیو د ګټو څخه په ډيری سپین سترګي باندی دفاع کړی ده، لکه د مزار شریف د یو واټ نومول د ایراني استخباراتي کس په نوم.
پخواني طالبان: نوموړي ډله اوس هم نسبت د دولت ګټو او پالیسیو ته د طالبانو اسلامي تحریک ته ډير وفادار دي او همدارنګه تر کرزی ملامحمد عمر ته ډیر په احترام قایل دی( د درنښت په سترګه ګوری). صرف د خپل هوسا ژوند تیرولو او امینت لپاره د دولت سره سر خوځوی اصلا د امریکا شتون نه زغملي شی او نه یی زغمي.
خواني حزبیان(د حکمتیار اسلامي حزب پخوانی غړي): دا یو ریښتوني حقیقت دي چي د حزب اسلامي ګوند غړی اکثریت نسبت نور سیاسي ډلوټپلو ته پوه او مسلکي اشخاص دی ، او ترڅنګ یي د ډير نفوذ لرونکي ګوند شمیرل کیږی.
خپلواکه برخه: نوموړي ډله چي اکثریت غړي یی ښځي تشکیلوي کوم واک او صلاحیت نلری صرف د غربي نړي او بشري حقوقو ادارو خوښولو لپاره ټاکل شویدي، په نسبي توګه د شورا نورو غړو ته د سولي لپاره یو څه مخلص ښکاري ترڅنګ یی یو اندازه اندیښنی هم لری لکه د ښځو حقوق، ښځو ته د کار کولو اجازه، ښځي په سیاسی برخه کښی شامیلول، د ښځو ښوونځو او پوهنتون ته تک او داسي نوري اندیښنی لری وايی داسي نشي چی یو ځل بیا افغان میرمنو باندی توره شپه راشي او د خپلو ټول مشروع حقوقو نه بی برخي شی.
ددی ټول ستونزو سره کرزی په اول ځل پخواني ولسمشر د کورنیو جګرو بنسټ ایښودونکي او د مقاومت اتل برهان الدین رباني يی د جرګي مشر کړو چی په هغه ګړي یی د افغان ولس ټولی هیلی له خاورو سره خاوری کړي. دوهم ځل یي په میراثي توګه د هغه جناب ځوي وټاکه چی هغه تش په نامه غونډي او د جعلي وسلوالو مخالیفینو یوځای کیدل هم ورسره په ټپه ودریدل.
نو داسي یوی شورا په ذریعه ایا سوله له وسلوالو مخالیفینو سره امکان لری که یا؟
د نوموړی شورا ټول غړی او رهبری باید داسي بانفوذ اشخاص او افراد ټاکل شوی وای چی د هیواد په ګوټ ګوټ کښي د ملت له ملاتړ څخه برخمن او د سولي سره یی مینه هم درلودای. نه د جګړو او ناخوالو اتلان. کرزی غوښتل چی داسي یو ملی څیره د شورا د مشر په توګه وټاکي چی ټول ملت ورته د ملی شخص په سترګه وګوری خو له (بده مرغه)متاسفانه یو ځل بیا یي هغه خپله زړه لوبه تکرار کړه او برهان الدین رباني يی مشر وټاکه، جناب رباني د خپل قدرت لپاره په سلګونه زره بی ګناه افغانان به شهادت ورسول، او هغه ځان پوری تړلي چوکي یي پری نښودله ترڅو چي امریکايی یرغلګرو په مټ بیرته د لږی مودی لپاره ولسمشر شو، او بیا یی د خپلو بادارانو د ګواښ په پایله کښي قدرت کرزي ته تسلیم کړو. نوموړی اصلا نه د سولي سره کومه دلچسپی درلوده او نه یی هغه ټوټه ټوټه شورا سره یوه خوله کولي شو. هغه کس چي د امریکايی یرغلګرو د بی رحمانه بمباریو په وخت کښی وویله چی دا کوچني بمونه نشي کولی چی افغانان ژر مړه کړی که یو څه لوي بمونه استعمال شي نو امکان لري چی افغانان ژر تسلیم شی او امریکایی یرغلګر به پدی وتوانیږی چی د افغانستان خاوره تر ولکی لاندی راولی. نو ایا د داسي یو کس په وجود کښي سوله راوستل امکان لری؟ کله چی نوموړی د ۲۰۱۱ میلادی کال ستمبر میاشت کښی د ایران څخه عاجل کابل ته راستون شوو، د ځینو استخباراتي کړیو لخوا مړ شو، د هر افغان مرګ افغان ملت لپاره ضایع ګڼل کیږی خو کله کله د ځینو اشخاصو مرګ ستونزو ته د حل لاری پیدا کوي. کرزی او د شمالی ټلوالي نیکټایی لرونکو بی سوادانو ډیر توند غبرګون ښکاره کړو، کرزی وویل چی نور به د طالبانو په عوض له پاکستان سره مذاکرات پیل کړی، د بي شرمي شمالي ټلوالي غړو ټینګار کوو چي د سولی عالي شورا دی لغوه شي، په حقیقت کښی هغوی غوښتل چی یو ځل بیا هغه د سروزو چرګ خاوندان شی، یعنی د سولی عالي شورا مشری د شمالی ټلوالي په برخه شی. مهربان کرزی جان د ډير مخالفتونو سره سره بیا هم د وژل شوی ربانی مشر ځوي صلاح الدین جان رباني یی مشر وټاکه.
نو اوس باید ټول افغان مظلوم ولس پوه شوی وی چی نوموړی شورا صرف یوه نمایشی بڼه لری نه د سولي لپاره کوم میکانیزم شته او نه هم کومه لاسته راوړنه. بس د افغان ملت په سترګو کښی د خاورو شیندل دی. او هغه پیسي چی نړیوالي ټولنی د سولی په نوم ځانګړی کړيدي ترڅو هغه هضم شي.