کور / تازه خبرونه / پاکستانى سفير:زه طالبانو برمته کړى يم

پاکستانى سفير:زه طالبانو برمته کړى يم

دپاکستان تښتول شوى سفير وايي چې دى وسله والو طالبانو برمته کړى دى . عزيزالله طارق په افغانستان کې دپاکستان سفير دى او دروان ٢٠٠٨ کال دفبروري په مياشت کې وسله والو کسانو دپېښور تورخم له لويي لاري څخه وتښتاوه . تښتول شوى سفير نن په يوهع عربي چېنل کې راڅر ګند شو دده خبري په عربي ژبه ژباړل شوې او وايي چې دروغتيا يي حالت يې سم نه دى . دالومړى ځل دى چې تښتول شوى سفير په خبري رسنيو کې را څرګندېږي او وايي چې دى وسله والو طالبانو تښتولى دى . وسله والو طالبانو که څه هم خپلې غوښتنې نه دي ښوولې خو فشهار اچوي چې پاکستاني چارواکي دي دطالبانو غوښتني ومني . نوموړى سفير دزړه ناروغي لري او دخپل صحت په اړه يې شکايت کړى دى .