غزل

د لراوبر اداره | اپریل 19th, 2008


توره بلاده  ده روڼا په نامه ژوند تیروي
زموږپه ښار کی ده ښکلاپه نامه ژږند تیروي


دلته خو هر چا وه خپل ځان ته خپل خپل پیر ټاکلئ
دلته خو هر سړی ده چا په نامه ژوند تیروي


خپله نه ننګ لري نه مینه نه پښتودغه ځوان
هسي لګیا دی ده باباپه نامه ژوندتیروي


که یوچا لاس درباندي تم کړونوئې مه غورځوه
غریب مجبوره دی چي ستا په نامه ژوندتیروي


هرسړی سپیني جامې واغوندي فتوا ورکوي
ملاخونه دی ده ملاپه نامه ژوند تیروي


یوڅوک هم داسي سته لیکواله په وجودکي زما
په زړه کي اوسي اوده ساه په نامه ژوند تیروي


پښتوادبي ټولنه – کلا سیف الله

Copyright Larawbar 2007-2024