" /> " /> " /> " /> مولوي عمر:د طارق عزيز له تښتوني سره مو تعلق نسته – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / مولوي عمر:د طارق عزيز له تښتوني سره مو تعلق نسته video

مولوي عمر:د طارق عزيز له تښتوني سره مو تعلق نسته video

دافغانستان په اسلامي جمهوريت کى دپاکستان دلوى سفيراو فوق العاد استازى طارق عزيزالدين له تښتونى اوجارى شوى ويډيو ټيپ سره زموږ هيڅ تعلق او اړيکه نشته دى داټکى دوسله والو بنسټپالو وياند مولوى عمر دباجوړ سيمى په يوه پټ ځاى کښې دخپلو خبرواترو پرمهال په ډاګه کړيدى.



بل خوا – دپاکستان دباندنيو چارو وزارت رسمى وياند محمد صادق ويلى چې دافغانستان داسلامى جمهوريت په پلازمينه کابل کى دپاکستان داسلامى جمهوريت دپخوانى لوى سفير اوفوق العاده استازى طارق عزيزالدين دلټولو لپاره دپاکستان حکومت ټولى وسيلى او ذرايع وکارولى ترڅو اغواشوى سفير ژرترژره پيداکړى. دپاکستان دخارجه وزارت وياند محمدصادق داټکى ديوشخصى ټلويزون له استازى عاصمه چوهدرى سره په خپلو ځانګړوخبرواترو کښې څرګندکړيدى دخارجه دفتر وياند په ډاګه کړه چې دافغانستان لپاره دپاکستان سفير طارق عزيزالدين دتښتولو څخه دژغورلو په خاطر داغواکوونکو پرغوښتنو منلو باندي هيڅ پريکړه  نده شوى اودهغه دراخلاصولولپاره دټولو ممکنه لاروچاروجاج اخيستل کيږي.