ربه ژوند مي نزرانه کړ

د لراوبر اداره | اپریل 19th, 2008


زه دژوند يوه ارمان يم اتله مې کړه پښتو ته
چې رڼاشمه تياروته بل ډيوه مې کړه پښتو ته


تورې شپې رڼا کومه د يوسولې په ارمان يم
دپښتون دغيرت چغه ا وناره مې کړه پښتوته


که د سر په  بيه کېږي قر باني ته يم و لا ړه
ازادي باندې مينه حما سه مې کړه پښتو ته


دغريب دژوند ډ يوه شم که د سولې قهرمانه
دوطن مينه پالمه خوږکيسه مې کړه پښتوته


حماسې را پارومه د ميوند خو ږ ه کيسه يم
دملالي په نوم وياړم پښتنه مې کړه پښتوته


زماوطن دميړنو دی تجاوزته سورانګار دي
غيرتي وينه دافغان يم پروانه مې کړه پښتو ته



چې يي نه بيلوي نورڅوک په نامه د ميليتونو
اتفاق د لاس امسا او وسيله مې کړه پښتو ته


دحفيظ دژوندکتاب کې ازادي دغيرت نوم دی
زماژوندافغانستان دی نزرانه مې کړپښتوته


دکاناډا د راکي د غرونو يادګار

Copyright Larawbar 2007-2024