کور / تازه خبرونه / کراچي: د بلاول بوټو زرداري پر کور بريد او نوی ايډوکيټ جنرل…

کراچي: د بلاول بوټو زرداري پر کور بريد او نوی ايډوکيټ جنرل…

په کراچۍ کښې دپيپلز ګوند دمشر بلاول بوټوزرداري پرکورباندې بريدوشو دبلاول کور دوياند ترمخه څلورکسيزه وسلوالي ډلې چې په يوموټرکښې سپاره وودبلاول کورپربانديئى وره باندې ډزې وکړې وياند ويلى چې دپيښې ځاى ته نږدې دپى ايس ايف په کيمپ کښې دګوندغټ پلويان موجود وو خو چاته په پيښه کښې زيان ندى رسيدلۍ وياندزياته کړيده چې په بريد کښې جديد وسله کارول شويده دډزو دپپښو وروسته په سمدستي توګه دصوبه سندهه وزيراعلى دبلاول کورته ورسيده او دکلکو امنيتى تدابيرو نيولو امريې ورکړ.


بل خواته – دسرحد ايالتى حکومت پيژندل شوى اونوميالى وکيل ضياءالرحمن ايډوکيټ دصوبى دنوى ايډوکيټ جنرل په توګه ټاکلى دى دده ټاکنه ددولتى رسنيو له خوا په رسمى توګه اعلان شويده ديادونى وړده چې ضياءالرحمان دپېښور هائيکورت ستر وکيل دى نوموړى دپخوانى ايډوکيټ جنرل پيرلياقت على شاه له استعفا ورکو لو وروسته دصوبه سرحد دنوى ايډوکيټ جنرل په توګه ټاکل شويدى تراوسه پورى په صوبه سرحد کښې څوک د دوو ايډيشنل ايډوکيټ جنرل په دندو ندى ټاکل شوى.